
د بسمالله عادل د کورنۍ درې غړیو د وژل کېدو پر وړاندې غبرګونونه
د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسمالله عادل ایماق د کورنۍ درې غړیو وژل کېدو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د بسمالله عادل د کورنۍ پر غړیو د ناپېژنده وسلهوالو برید غندلی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې دا پېښه په بشپړه توګه وڅېړي، عاملان یې ونیسي او سزا ورکړي.


