د ورځپاڼو ټولنه: د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول د اندېښنې وړ دي
د افغانستان د ورځپاڼو ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د نیول شویو خبریالانو د بېرته خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.