بلخ کې د «جګړې اوښکې، د سولې مسکا» نندارتون جوړ شو
د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د «جګړې اوښکې د سولې مسکا» په نوم د تصویرونو د نندارتون پرانیسته وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د «جګړې اوښکې د سولې مسکا» په نوم د تصویرونو د نندارتون پرانیسته وکړه.
په بلخ ولایت کې د سولې په بهیر کې د ښځو اېتلاف له لوري د تلپاتي اوربند په موخه له ټول افغانستان څخه ۵سوه زره لاسلیکونه راټول شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د بلخ ولایت د امنیت وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی او تمه وه چې رسنۍ د نوموړي دغه سفر ته خبري پوښښ وکړي، خو په دغه ولایت کې خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر دغه سفر ته خبري پوښښ وکړي.
د بلخ او جوزجان سلګونو اوسېدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ
د بلخ سلګونو اوسېدونکو او محلي چارواکو په یوه غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ، د خلکو پر رول او درېدو ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې تر پرون مازیګر پورې په بشپړ توګه د دولت تر کنټرول لاندې وه او د بلخ والي فرهاد عظیمي له دغې ولسوالي څخه د بلخ د یوې بلې شورتپې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان هم اعلان کړ، خو تېره شپه دغه ولسوالي د دولت له کنټرول څخه بهر شوه او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ورڅخه د حیرتان بندر ښار ګوټي ته شاتګ کړی دی.
طالبانو په تېرو اوو ورځو کې د بلخ اووه ولسوالۍ ونیولې او پرون د مزارشریف ښار دروازو ته په رسېدو سره د ښار د سقوط او د طالبانو دورې ته د ورګرځېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د مزارشریف ښار په دروازو کې د لنډې مودې لپاره د طالب جنګیالیو حضور لامل شو چې د دغه ښار اوسېدونکي خوندي ځای ته د ځان رسولو په فکر کې شي.
عبدالرووف چې له څو میاشتو راهیسې د انسان تښتوونکو په منګولو کې دی او د را خوشې کولو په بدل کې یې له کورنۍ درې میلیونه ډالره غواړي، په یوه تازه غږیز پیغام کې پر ناروغۍ د اخته کېدو په اړه غږېدلی دی. د عبدالرووف پلار محمدنبڅي ترکمن وايي، غوښتل یې چې د خپل زوی د را خوشې کولو لپاره د مرستو را ټولولو په موخه یو بانکي حساب پرانېزي، خو په وینا یې، حکومت یې مخه نیولې ده.
په بلخ «ام البلاد« کې حضرت علي ته منسوبه روضه د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین خانقاه، نهه ګنبد لرونکی جومات، د جهان نما ماڼۍ، او د هوټلونو او عصري مېلمستونونو او د پراخو شنو دښتو موجودیت د دغه ولایت د ښکلاوو یوه برخه ده چې د نړیوالو ګرځندویانو او سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی.
خو په دې وروستیو کلونو کې د بلخ په یوشمېر سیمو کې د وسلهوالو پراخ موجودیت د دې لامل شوی چې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ کم شي.
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې نوریه حمیدي وايي، د دغه ولایت د دهنهغوري ولسوالي په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه بېګاه پیل شوي وو او د نن تر سهاره یې دوام وکړ. هغه زیاتوي، په نښتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون، ۹ پولیس ټپیان شوي او څلور ټانګونه یې هم له منځه تللي دي.
بلخ کې سږ کال د جنډې پورته کولو مراسم د زرګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون سره په امن کې تېر شول. که څه هم هر کال به په دغو مراسمو کې د حکومت مرکزي ادارې لوړپوړو چارواکو ګډون کاوه، خو سږ کال د ناڅرګندو لاملونو له کبله نه وو ورغلي.
د نوي کال نمانځلو لپاره یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او دغه جشن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او بهر کې هم نمانځل کېږي.
هر کال د نوي کال په را رسېدو سره په بلخ کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي او سږ کال د تېر هغه په پرتله ډېره شوې ده. ټول خلک هڅه کوي چې خپل نابشپړ کارونه سر ته ورسوي، د پېر او پلور بازار تود دی او ښاریان د نوي کال نمانځلو او مېلمنو ته د ښه راغلاست لپاره پر چمتووالي بوخت دي.
د جوزجان ولايت سلګونو اوسېدونکيو چې له درې ورځو راهيسې يې د جوزجان-بلخ لويه لاره تړلې، نن يې د بلخ ولايت د محلي چارواکيو د استعفا غوښتنه وکړه.
معترضانو د خپل اعتراض په درېيمه ورځ د اقچې ولسوالي درې لارې کې خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې روانه بېغوري دوام وکړي، موټرونو ته به اور واچوي او مدني نافرمانيو ته به لاس کړي.
د هېواد د شمالي ولایتونو ترکمنانو د انسان تښتوونکو له بنده د ۹ کلن عبدالرووف د لوڅو او پر زنځیر تړل شویو تصویرونو له خپرېدو سره سم خپل اعتراضونه بیا پیل کړل.
معترضانو نن په بلخ کې د حیرتانو دوه لارې، په جوزجان کې د جوزجان-بلخ پر لویې لارې د اقچې ولسوالي دوه لارې او په کندوز کې د شېرخان بندر لویه لاره وتړله.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بلخ کې د ۱۵ کلن عبدالرووف له کورنۍ ۱۵ ورځې وخت غوښتی وو، ترڅو دغه برمته شوی ماشوم پيدا او بېرته يې خپلې کورنۍ ته وسپاري.
ورپسې ولسمشر محمد اشرف غني هم د بلخ چارواکيو ته خبرداری ورکړ چې که تر لسو ورځو پورې تښتول شوی ماشوم برمته کوونکيو څخه ازاد نه شي، له دندو یې ګوښه کوي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په تور په یوه کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی دی.
د بلخ سلګونو اوسېدونکو نن په یوه لاریون کې له دولت نه وغوښتل چې عبدالرووف پیدا او د انسان تښتوونکو له منګولو یې وژغوري. دغو معترضانو د حکومت محلي او مرکزي ادارې ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ، څو یاد ماشوم را خوشې کړي.
معترضان خبرداری ورکوي، که حکومت په درې ورځو کې عبدالرووف را خوشې نه کړ، یو ځل بیا په دغه ولایت کې دولتي ادارې او بندرونه وتړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون