له تېرو نهو میاشتو راهیسې بادغیس کې ټرافیکي پېښو ۵۰۰ کسان مړه او ټپیان کړي
د بادغيس روغتيايي مسوولان وايي، په دغه ولايت کې د ټرافيکي پېښو د مرګ ژوبلې او د ټپيانو شمېر د تېر کال په پرتله زيات شوى دى.
د بادغيس روغتيايي مسوولان وايي، په دغه ولايت کې د ټرافيکي پېښو د مرګ ژوبلې او د ټپيانو شمېر د تېر کال په پرتله زيات شوى دى.
محمد ناصر نوري د بادغیس مرکز قلعهنو ښار کې د یوه مېلمستون خاوند دی او وايي، میلیونونه افغانۍ یې لګولي، څو دغه مېلمستون جوړ کړي او له دې لارې ګټه ترلاسه کړي. خو په وینا یې، څه باندې ۳ میاشتې کیږي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کورونا ویرووس خپرېدو په دلیل هېڅ عاید نهلري او ډېر زیامن شوي دي.
محمدعلي د یوه ۲۶ کلن ځوان مستعار نوم دی چې په بادغېس کې اوسېږي او له څو کلونو راهیسې پر نشهيي توکو روږدی شوی دی. هغه وايي، پوډر او ښيښه څښوي او لومړی ځل هم په ایران کې د ملګرو په هڅونه پرې اخته شوی دی.
محمدعلي زیاتوي، ایراني ملګرو سره به یې په ګډه پوډر څښول او هغوی به هم په دې کار ستایل چې بالاخره پرې اخته شو.
په بادغیس کې د شري ناروغي خپرېدل لامل شوي چې ګڼشمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ورشي.
ځینې دغه کورنۍ چې له یوې اوونۍ راهیسې د خپلو ماشومانو درملنې ته په تمه دي وايي، ماشومان یې د شري واکسین د نه ورکېدو له کبله پر دې ناروغي اخته شوي دي. ګلناز چې دوه ماشومان یې پر شري اخته شوي او اوس یې د بادغیس ولایتي روغتون ته راوړي وايي، ماشومانو ته یې واکسین نه دی ورکړل شوی.
محمود د بادغیس له بندخونې د هغه خوشې شوي بندي مستعار نوم دی چې تازه له دې بندخونې څخه خوشې شوی دی. طالبانو هغه د بادغیس پر مرکز قلعهنو ښار تر ولکې وروسته د غلا په تور نیولی او بیا یې بندخونې ته اچولی و.
محمود وايي، څومره موده چې په یاده بندخونه کې و، د خوړو نه موجودیت له کبله یې کورنۍ اړه وه چې هره ورځ ورته د ۱۲۰ تر ۱۵۰ افغانیو خواړه برابر کړي.
په بادغیس کې یوشمېر زدهکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو راهیسې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکوونکو حضور کمرنګه دی.
دوی په ښوونځیو کې د زدهکوونکو د کمرنګه حضور لامل په درسي ټولګیو کې د ډېری ښوونکو نه حضور، له هېواده د زدهکوونکو تېښته او د ماشومانو له ښوونې او روزنې څخه د کورنیو زړهتوري کېدل بولي.
هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼشمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.
عبدالمجید چې ۲۳ کاله عمر لري، له سهار نه تر ماښامه کار کوي، څو د هرات ښار کثافات ټول او د اوبو کانالونه پاک کړي. هغه تر دې وړاندې په دولت کې دنده لرله، خو اوس یې له لاسه ورکړې او د ملګرو ملتونو په پروګرام کې کار کوي.
نوموړی چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، له نړیوالو سازمانونو غواړي چې نور ورته پروګرامونه هم پیل کړي.
د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. شاهولي چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی او د مخکیني حکومت کارکوونکی دی، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت لري. هغه چې د ۲۰کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړنکی دی، وایي چې په را روان ژمي کې د خوړو او ځان تودېدو لپاره څه نه لري.
علياحمد په بادغس کې د سلګونو بېځایه شویو له ډلې دی چې د دغه ولایت د بېځایه شویو په یوه پڼغالي کې ژوند کوي. هغه وايي، هره ورځ یوې مړۍ ډوډۍ ته په تمه وي، څو خپل ماشومان پرې ماړه کړي. علياحمد چې د پنځو ماشومانو پلار دی وايي، هېواد کې وروستیو جګړو، وچکالۍ او وروستیو تحولاتو ترې د ژوند ټول شته اخیستي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبدالطیف روستایي سلاموطندار ته وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز کې ۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي. روستایي وایي چې درې واړه وژل شوي نارینه دي او په ټپیانو کې بیا ۹مېرمنې، ۷ماشومان هم شامل دي.
د بادغیس والي حسامالدین شمس سلاموطندار ته وایي چې د دغه ولایت د سپین ږیرو او مخورو په منځګړیتوب یې له طالبانو سره تر ناملعومې نیټې پورې اوربند کړی دی. نوموړی وایي چې ۱۰ مخورو او قومي مشرانو د دغه اوربند په منځګړیتوب کې برخه درلوده.
سره له دې چې د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار په ځینو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له جګړې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرېږي، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي ادعا کوي چې تر اوسه بادغیس ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږل شوي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یوشمېر وکیلانو د ولسمشر د نوموړي مرستیال امرالله صالح له لوري په دغه جرګه کې د بادغیس د خلکو د استازي امیرشاه نایبزاده په مرګ ګواښل ناقانونه کړنه وبلله. وکیلانو له صالح غوښتنه وکړه که د خپلې ادعا په اړه اسناد لري، عدلي ارګانونو ته دې وسپاري، څو هغوی په دې اړه پرېکړه و کړي.
د بادغیس والي حسامالدین شمس سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلي او طالب جنګیالي د دغه ولایت مرکز قلعهنو ښار ته ننوتي دي. د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او اوس دغې ډلې خپل ځانونه د مرکز قلعهنو ښار دروازو ته را رسولي دي.
په روان کال کې وچکالۍ د هېواد لوېدیځې سیمې په ځانګړې توګه بادغیس ولایت ډېر ځپلی او د دغه ولایت اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره ، دوی وایي، روان کال په دغه ولایت کې ورښت کم وو او ځمکو یې هم هېڅ حاصلات نه دي ورکړي. لاس او ګریوان کړي چې ځينې یې ان اړ کړي، څو خپلې مینې پرېږدي او د بادغیس مرکز قلعهنو ښار ته کډه شي. دوی وایي، سږکال په دغه ولایت کې ورښت کم وو او ځمکو یې هم ښه حاصلات نه دي ورکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون