
بادغیس کې ناپېژنده کسانو یو ملکي وګړی وژلی
بادغیس کې محلي سرچینې وايي چې ناپېژنده کسانو دغه ولایت کې یو ولسي وګړی وژلی دی.

بادغیس کې محلي سرچینې وايي چې ناپېژنده کسانو دغه ولایت کې یو ولسي وګړی وژلی دی.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دا پېښه نن مازدیګر د دغه ولایت د قادس ولسوالي په مرکز کې شوې ده.

د بادغیس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار ۸:۰۰ بجې د دغه ولایت د مقر ولسوالي په خارستان سیمه کې ناچاوده مرمۍ چاودلې ده. په خبرپاڼه کې لیکل شوي دغو ماشومانو هلته له تېرو جګړو پاتې مهمات له اوسپنو سره را ټول او بیا یې په تیږه وهلي چې له کبله یې چاودنه شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې دې چاودنه کې درې ماشومانې وژل شوې دي.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه تنکيځوان ځان زندۍ کړی دی. مسوولانو زیاته کړې چې دغه تنکيځوان ۱۵ کاله عمر درلود او د قادس ولسوالي د «خیرخانه» سیمې اوسېدونکی و.

د بادغیس امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن مازدیګر د دغه ولایت د مرکز قلعهنو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

په بادغیس کې کروندګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات زیات شوي دي.

د بادغیس امنیتي مسوولان او محلي سرچینې وايي چې دا پېښه څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په آبکمری ولسوالي کې شوې ده.
په آبکمري ولسوالي کې سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې وژل شوی کس د اسلامي امارت غړی و او غوښتل یې دویم واده وکړي، خو مېرمنې یې له واده مخکې وژلی دی.

د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د کورونا ویروس په درملنه کې له طبیعي بوټو کار اخیستل مهم بولي. دوی وايي چې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره له طبیعي بوټو د درملو جوړول اغېزمن ثابت شوي دي.

د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د دغه ولایت، ولایتي روغتون په ګډون په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو د اړتیا وړ درمل، د مرکز قلعهنو ښار له درملتونو څخه په لوړه بیه وپېري.

د بادغیس د مدني ټولنو د بنسټونو شبکې له ورزشي ادارو سره په همغږۍ بادغیس کې د «اخوت او ورورولۍ» تر نوم لاندې جشن جوړ کړی دی.

د بادغیس ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د قادس-قلعهنو د اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د اندېښنو څرګندولو سره وايي چې یاده پروژه د موسمي بارانونو پرمهال سېلابونو زیانمنه کړې ده.

د بادغیس فرهنګي مسوولان وایي چې دا پېښه پرون د دغه ولایت ابکمبري ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د دغه ولایت د احصاییې او معلوماتو اداره د پېژندپاڼو د تایید لپاره له دوی څخه پیسې اخلي چې ګنشمېر یې روانو حالاتو ته په کتو د ورکولو توان نه لري.

د باغیس ولایتي روغتون کې روغتیاپالان او ناروغلرونکي سلاموطندار ته وايي، تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري ناروغي زیاته شوې.
هغه کورنۍ چي په شري ناروغۍ اخته ماشومان يې روغتون ته د درملنې په موخه راوستي وايي، ماشومانو ته يې د شري ضد واکسین نه دی شوی، نو ځکه په دې ناروغۍ اخته شوي.

د غور او بادغیس ولایتونو محلي چارواکي وايي چې د سړې هوا او مواصلاتي لارو د تړل کېدو له کبله په دې ولایتونو کې د پولیو واکسین څو پراوه کمپاینونه نه دي پلي شوي.

د اسلامي امارت له راتګ سره هممهاله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې مرستونونه تړل شوي چې ماشومانو یې درنو کارونو ته مخه کړې او له یوه نامعلوم برخلیک سره یې مخ کړي دي.