
یونیسف: جګړې په درې ورځو کې ۲۷ افغان ماشومان وژل شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې یوازې په درې ورځو کې ۲۷ ماشومان وژلي دي.
یونیسف پرون په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او هغوی ته د مرګژوبلې اوښتو کچه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.














