
پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي
که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسلهوالو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.











