روغتیا وزارت: د اختر ورځو کې تګ‌راتګ مه کوئ

د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر له را رسېدو سره سم له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته تګ‌راتګ نه کوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې کچه کمه شوې، خو د خلکو بې‌غوري به بیا وضعیت خراب کړي.

«بادغیس ته یو تازه‌دمی سرتېری هم نه دی استول شوی»

سره له دې چې د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار په ځینو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له جګړې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرېږي، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي ادعا کوي چې تر اوسه بادغیس ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږل شوي.

له بېګاه راهیسې د څلورو ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده

وسله‌والو طالبانو نن سهار د کندهار ښار د دیارلسمې، اتمې، اوومې او پنځلسمې امنیتي حوزو اړوند پر یوشمیر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې دغه بریدونه په ځینو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.
دغه راز، د کندهار په ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو کې هم د وسله‌والو طالبانو د بریدونو خبرونه را رسېدلي دي.

د تخار او غزني د مرکزونو په څنډو کې د جګړې دوام

د تخار د مرکز تالقان ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، بېګاه د دغه ښار پر شاوخوا سخته جګړه روانه وه او خلک د وېرې له کبله له خپلو کورونو نه شوای راوتلی.
د تالقان ښار اوسېدونکی زمری وايي، طالبانو بېګاه له څو خواوو پر دغه ښار برید کړی و او دغه ولایت ته ټولې مواصلاتي لارې تړلې دي. د نوموړي په وینا، که څه هم امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړه، خو خلک جګړې اندېښمن کړي وو.

د سلما بند د امنیت ټینګښت په اړه د چارواکو ډاډ

د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د لا ښې همغږۍ او مدیریت لپاره یې د دغه ولایت د چشت ولسوالي په مرکز کې مېشت ځواکونه یې دویم ځای ته لېږدولي دي. هغه سلما بند ته پېښ ګواښونه نه مني او په وینا یې، دا د دولت د مخالفانو شایعات دي. نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې یاد بند خوندي دی او لازم ساتونکي لري، خو په خبره یې، که په دې برخه کې نورو سرتېرو ته اړتیا شوه، ور وبه یې لېږي.

فاریاب کې د طالبانو بندیزونه؛ ښځې دې ودونو ته نه ځي او چپلکې دې نه پر پښو کوي

د فاریاب په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو حضور لامل شوی چې دغه ډله پر خلکو، په تېره ښځو تازه بندیزونه ولګوي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق‌محمد نوري سلام‌وطندار ته ویلي، د طالبانو په تازه حکم کې ویل شوي چې ښځې نه شي کولای له شرعي محرم پرته له کور څخه بهر شي او د ودونو په هغو مراسمو کې باید ګډون ونه کړي چې موسیقي په‌کې غږېږي.

له کورونا وروسته د «تورې چڼاسې» ناروغي هم په خپرېدو ده

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې تر څنګ، وویل چې د «تورې چڼاسې» یا تور قارچ ناروغي هغه بله یوه ده چې پر کورونا اخته کسان پرې اخته کېږي.
د نوموړي په وینا، دا ناروغي په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې د وجود دفاعي یا ایمني سېسټم یې کورونا زیانمن او کمزوری کړی وي.

د کورونا د نوې بڼې «ډلټا» خپرېدل او د روغتیا وزارت اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، د دغه وزارت په مرکزي لابراتورونو کې یې د کورونا ۱۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۱ هغه ډلټا یا هندي او اته یې هم الفا یا انګلیسي پېژندل شوې دي. د نوموړي په وینا، په هېواد کې د کورونا له کبله د وضعیت خرابېدو یا د مړینې کچې لوړېدو لامل د هندي بڼې یا ډلټا ډېر خپرېدل دي.

د کندوز د سقوط په اړه د دغه ولایت د وکیلانو او اوسېدونکو اندېښنې

د کندوز ښار څو کیلو مترۍ کې د جګړو د پراخېدو سره‌هم‌مهاله د وسله‌والو طالبانو له لوري د دغه ښار د بیا نیولو اندېښنې ډېرې شوي دي. په ولسي جرګه د کندوز د خلکو استازیو او د دغه ولایت مدني فعالانو نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې خبرداری ورکړ، که د حکومت بې غوري همداسې دوام وکړي، کندوز ښار به د درېیم ځل لپاره د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

د مزارشریف ښار تر دروازو د طالبانو رسېدو په اړه د خلکو اندېښنې

طالبانو په تېرو اوو ورځو کې د بلخ اووه ولسوالۍ ونیولې او پرون د مزارشریف ښار دروازو ته په رسېدو سره د ښار د سقوط او د طالبانو دورې ته د ورګرځېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د مزارشریف ښار په دروازو کې د لنډې مودې لپاره د طالب جنګیالیو حضور لامل شو چې د دغه ښار اوسېدونکي خوندي ځای ته د ځان رسولو په فکر کې شي.

په تېره یو شپه او ورځ کې طالبانو د تخار شپږ ولسوالۍ نیولي

د ټول هېواد په کچه د امنیتي وضعیت د خرابېدو او یو پر بل پسې د ولسوالیو د سقوط په دوام، په تېرو۲۴ ساعتونو کې په تخار ولایت کې ۶ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. په تخار کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، چال، هزارسموچ، ینګي‌قلعه، خواجه غار، دشت‌قلعه او نمک‌آب ولسوالۍ د دولت له کنټرول څخه وتلي او طالبانو نیولي دي.

د تخار ینګي‌قلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوي

په تخار کې یوې سرچینې سلام‌‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت ینګي‌قلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ پرته له جګړې وسله‌والو طالبانو ته پرېښودلي.  سرچینې ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګاه شپه د تخار چال او هزارسموچ ولسوالۍ او نن سهار یې ینګي قلعه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین درېدلی

د سې شنبې په ورځ ناڅرګندو وسله‌والو د ننګرهار په خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ او په جلال اباد ښار کې پنځه واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل. له دغو بریدونو وروسته پرون په ټول ننګرهار کې د پولیو کمپاین درېدلی او روغتیايي مسئوولان وايي، د کمپاین ځنډېدو سره شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.

«که د کورونا مخنیوي لپاره بیړني تدابیر ونه نیول شي، وضعیت به له کنټروله ووځي»

په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو او له کبله یې د مړینې شمېرو ډېرېدو ته په کتو، د عامې روغتیا وزارت له لوري ناسم وضعیت سره د مخامخېدو په اړه د خبرداري تر څنګ، د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که افغان حکومت د کورونا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره بیړني تدابیر ونه نیسي او نړیواله ټولنه یې هم لاسنیوی ونه کړي، وضعیت به له کنټروله ووځي.