غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي
د غزني د والي ویاند حافظ عمر غزنوي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
د نوموړي په وینا، یاد کسان یې په «زنهخان» ولسوالي کې څاه ته د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د ورغورځولو په تور نیولي دي.