![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/09/52c7904e-2617-42dd-80ff-58b5eaddd299_16x9_600x338-610x380-1-300x187.jpg)
اسلامي امارت د نشهيي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې
د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستانه د نشهیي توکو قاچاق په بېسارې توګه زیات شوی دی.
د نوموړي په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پولې له لسو ټنو ډېر نشهیي توکي نیولي دي.