
بایډن افغان پناهغوښتونکو ته څه باندې ۹۷۶ میلیون ډالره ځانګړي کړل
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې چې د بېړنیو مرستو د صندوق له بودیجې څخه ۹۷۶.۱ میلیون ډالره د افغانستان پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره ولګوي. د سپينې مانۍ ویناپاڼه کې ویل شوي چې دغه پیسې په دوه یا څو اړخیز ډول ورکول کېږي.