ناټو به افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم‌مهاله د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به له کابل څخه خپل ملکي حضور ته دوام ورکوي او د افغان امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې به له دوی سره همکاري کوي. پرون سه شنبه په بروکسیل کې ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواد سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دی.

د ترکیې په زندان کې د افغان کډوال د شکنجې کیسه

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.

کندوز کې اړمنو کورنیو ته د ملي دسترخوان مرستندویه کڅوړې رسېدلي

له هغه وروسته چې سلام‌وطندار د ۱۳۹۹ کال د جدې په یوولسمه نېټه په کندوز کې پر اړمنو کورنیو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ناعادلانه وېش په اړه راپور خپور کړ، د کندوز اوسېدونکو وویل چې یادې مرستې پر اړمنو کورنیو نه وېشل کېږي او مسوولان د پراختیايي شوراګانو له رییسانو او ګذر وکیلانو سره په ګډه یې پر خپلوانو وېشي.

د تخار ولایت پر کروندو د ملخانو یرغل

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي کروندګر او د کرنې رییس وایي، ملخانو د دغه ولسوالي پر شنو فصلونو یرغل کړی دی. دوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې درې اوونۍ وړاندې د امو سیند له هغې غاړې له تاجکستان هېواد څخه ملخانو د تخار ولایت د دشت‌قلعه ولسوالي د کروندګرو پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غله‌جات او سبزي یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

د نامنظمې کډوالۍ پایله؛ هغه مېرمنې چې پر ژور خپګان او نشه‌یي توکو اخته شوي

د هېواد په لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خفګان له امله اوس دوی پر نشي توګو اخته شوي دي.

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته

د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د دغه بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده.
دا پیسې به د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لوري د وچکالۍ او د کورونا ویروس له کبله د خوراکي خوندیتوب په موخه د افغانستان په کلیو کې ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي چې د دغو مرستو یوه برخه به په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزو د ژر مخنیوي په برخه کې ولګول شي.

نړیوال بانک افغانستان سره خپله ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وځنډوله

د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له کبله، خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.

په لیک کې راغلي، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.