غور ولایت کې ۹۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي
غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسانالله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼشمېر دغه مرکزونه د بودیجې نهشتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.
غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسانالله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼشمېر دغه مرکزونه د بودیجې نهشتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.
د پاکستان حکومت او خلکو له افغانستان سره د ۳۰۰ ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه چې نن د تورخم له لارې په ۱۷ موټرو کې افغانستان ته رالېږدول شوې ده.
تخار کې د طالبانو محلي مسوولان وایي، دوی د دې ډلې د جنګیالیو د اعاشې ستونزې د هوارولو لپاره یو پلان تر لاس لاندې نیولی چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو له غاړې طالبانو ته د اعاشې د برابرولو بوچ له منځه لاړ شي.
بېګاه شاوخوا نهه بجې کابل او ځینې نور ولایتونه د طالبانو د سختو هوايي ډزو شاهدان وو.
د طالبانو د مسوولانو په وینا، په یادو هوايي ډزو کې ۱۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. که څه هم طالبانو نه ده روښانه چې په دغو کسانو کې څو کسان وژل شوي او څو یې ټپیان دي، خو د راپورونو له مخې، یوازې په کابل کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
سره له دې چې د طالبانو له خوا د افغان حکومت له نیولو یوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د واک تشه پر ځای ده او ډېری دولتي ادارې او بانکونه تړلي دي. د چارو ځینې شنونکي د واک تشه او ناڅرګند برخلیک د هېواد پر زیان بولي.
د سیاسي چارو کارپوه او د ولسي جرګې پخوانی غړی شهزاده شاهد اندېښنه ښيي چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ به د واک له تشې څخه ګټه پورته او هېواد به یو ځل بیا په لوی لاس ناامنیو ته لاړ شي.
د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلامولي افغان سلاموطندار ته ویلي چې په مرکز لښکرګاه کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او له کبله یې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.
د نوموړي په وینا، اوس د هلمند پر امنیې قومانداني، ولایت مقام، محبس او ملي امنیت ریاست سخته جګړه روانه ده چې ملکیانو ته هم پهکې مرګژوبله اوښتې ده.
له هرات وروسته د کابل، خوست، تخار، ننګرهار او بدخشان ولایتونو ډېری اوسېدونکو د افغان ځواکونو په ننګه او له طالب ډلې د کرکې په موخه د «الله اکبر» نارې وکړې. خلک داسې مهال واټونو ته راووتل چې په یوشمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او طالبانو د څو ولایتونو په ښارونو کې د جګړې سنګر تود ساتلی دی.
له څلورو ورځو راهیسې د لښکرګاه ښار ټولې هټۍ د جګړې له کبله تړل شوي او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي. د سیمي اوسېدونکي وايي، هېڅوک له کوره نه شي وتلی او ډېری کورنۍ له لوږې سره مخ شوې دي.
د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلاموطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپینږیري شامل دي.
سره له دې چې تر دې مخکې هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د دې ډلې له لوري د ماشومانو د جلب و جذب په اړه راپورونه خپاره شوي، خو اوس د یادو سیمو یوشمېر اوسېدونکي له سلاموطندار سره په خبرو کې دا موضوع تاییدوي او وايي، هغه ډېری وسلهوال چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل کېږي، په زوره د طالبانو لیکو ته جذب شوي دي.
د کندهار ولایت اړوند د سپين بولدک ولسوالي اوسېدونکي وایي چې په وروستیو څو ورځو کې طالبانو په دغه ولسوالي کې د شپې لهخوا خلک له کورونو راباسي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته بیايي چې تراوسه یې د یوشمېر مړي پیدا شوي او ګڼشمېر یې نادرکه دي. یوه سرچینه وایي چې طالبانو له دغه ولسوالي څخه ۳۰۰کسان بېولي دي.
د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازي وايي، پکتیا د جغرافيې او د وګړو د شمېر له مخې، د سوېل ختیځ زون مرکزي ولایت دی، خو لا هم پهکې د ۴۲ کاله پخوانۍ سروې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کېږي. د دوی په وینا، سره له دې چې د ولايت د لومړۍ درجې کولو غوښتنه یې کړې، خو لا هم نه ده منل شوې.
د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر له را رسېدو سره سم له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته تګراتګ نه کوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې کچه کمه شوې، خو د خلکو بېغوري به بیا وضعیت خراب کړي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظلله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.
وسلهوالو طالبانو نن سهار د کندهار ښار د دیارلسمې، اتمې، اوومې او پنځلسمې امنیتي حوزو اړوند پر یوشمیر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې دغه بریدونه په ځینو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.
دغه راز، د کندهار په ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو کې هم د وسلهوالو طالبانو د بریدونو خبرونه را رسېدلي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون