په بغلان او بلخ کې ۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې نوریه حمیدي وايي، د دغه ولایت د دهنهغوري ولسوالي په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه بېګاه پیل شوي وو او د نن تر سهاره یې دوام وکړ. هغه زیاتوي، په نښتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون، ۹ پولیس ټپیان شوي او څلور ټانګونه یې هم له منځه تللي دي.