بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او یو ټپي شوی
د بغلان د امنیې قومنداني ویاند او د رسنیو برخې مسوول شېراحمد برهاني سلاموطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو له امله پنځه کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.
د بغلان د امنیې قومنداني ویاند او د رسنیو برخې مسوول شېراحمد برهاني سلاموطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو له امله پنځه کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.
بغلان کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ملخان ولسوالي کې د سالنګونو پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د پلخمري ښار د ولایتي روغتون مسوولان زیاتوي چې دغه روغتون ته له یادې ټرافیکي پېښې څخه نهه مړي او ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.
د بغلان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې وېش پر سر د شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سرچینې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دوو جلا جلا پېښو پر مهال د یوې نجلۍ او یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې امنیتي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې نن سهار د دغه ښار په بالا دوري سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی. دا نجلۍ په مرمیو وژل شوې ده.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار په دغه ښار کې خپله مېرمن وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په «بمبه» سیمه کې شوې ده.
بغلان کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د تولید کارخونو مسوولان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د لاسي صنایعو تولیدات ۷۰ سلنه کم شوي دي.
د بغلان ولایت د مستوفیت مسوولانو ویلي چې د مخکیني حکومت په ړنګېدو سره او واک ته د اسلامي امارت له راتلو وروسته یې په شپږو میاشتو کې یې ۱۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
په بغلان کې یوشمېر ښځو د مارچ اتمې یا د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې په مناسبت د «اسلام له نظره د ښځو حقونو» تر عنوان لاندې غونډه جوړه کړې وه.
بغلان کې ځايي سرچینو ویلي، د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې پایله کې یې کم له کمه د دغه کان ۱۰ کارګرو ژوند بایللی دی.
د بغلان ولایت د کووویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو نن د دغه روغتون ودانۍ مخته لاس په اعتراض پورې کړ. دوی وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی ټينګار کوي چې دغه روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او که چېرته ستونزو ته یې رسېدنه ونه شي، دغه روغتون به وتړل شي.
د بغلان په تالهوبرفک ولسوالي کې د ډبرو سکرو د کان یوشمېر کارګر وايي چې ناپېژنده وسلهوالو یې دوه ورځې وړاندې پر دوو همکارانو برید کړی چې له کبله یې یو وژل شوی او بل پر سر سخت ټپي شوی دی.
د دوی په وینا، یاد کارګر د بامیان ولایت د ورس او دایکندي د شهرستان ولسواليو اوسېدونکي دي.
د کندوز حوزوی روغتون چې د هېواد په شمالختیځه حوزه کې د درمنلې تر ټولو لوی مرکز دی چې د ناروغان لپاره ۲۰۰ بستره لري. یاد روغتون په بېلابېلو برخو کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي او تازه د قطر د هلالاحمر بنسټ له لوري پکې په لنډمهالي توګه د سترګو د عملیاتو ځانګړی مرکز جوړ شوی دی.
د بغلان ولایت په پلحصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسلهوالو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.
نږدې یوه میاشت کېږي چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې چې له امله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې په بغلان ولایت کې بانکونه تړلي چې دغې چارې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وایي چې دې ته اندېښمن دي چې پیسې به یې له بانکونو ورکې شي. دینمحمد چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وايي، د دوه میاشتو معاش یې په بانکي حساب کې دی او نه دی بریالی شوی چې خپلې پيسې ترلاسه کړي
د هر هېواد تاریخ اثار د هغه د فرهنګ ښکارندويي کوي او بغلان هم د افغانستان یو فرهنګي ولایت یادېږي، خو طالبان بهر ته د دغه ولایت د ډېرو تاریخي اثارو د قاچاق خبر ورکوي.
یوشمېر خبریالان په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له نقض څخه اندېښنه لري او وایي، د حکومت په بدلېدو سره رسنۍ هم تر نظر او څار لاندې نیول شوي دي. دوی وایي، طالبانو د رسنیو له مسوولانو سره په خپله لومړۍ ناسته کې دا پرېکړه وکړه چې د رسنیو نشرات باید د اسلامي امارت په چوکاټ کې وي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون