د افغانستان په اړه د م.م ناسته کې د امریکا او روسیې د استازیو لفظي شخړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګاه ناوخته افغانستان کې د اقتصادي او بشري‌ وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړه.

که څه هم دغه ناسته د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، خو د نړۍ ستر ځواکونو دې ناسته کې پر بل تندې نیوکې وکړې. ویل کېږي چې دغه ناسته د روسیې او امریکا د استازیو ترمنځ په لفظي شخړې پیل شوه.

د اسیا کرېکټ جام سیالۍ؛ افغانستان نن له بنګلدېش سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روان اسیا جام سیالیو په لړ کې نن له بنګلدېش سره لوبه کوي. ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په شارجې لوبغالي کې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې د اسیا کپ په لومړي سیالي کې سریلانکا لوبډلې ته په لومړي ځل شل اووره لوبو کې ماته ورکړه.

مکېنزي: امریکايي ځواکونه ښايي بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکېنزي وايي، امریکايي ځواکونه ښايي یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي.
رسنیو نن د مکېنزي له قوله لیکلي چې نوموړي تېر اوړی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ شاتګ سره به افغان دولت وپرځېږي.

پاکستان د ملا یعقوب څرګندونې د افسوس وړ بللي

د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.

د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له پاکستانه پورته کېږي

د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بې‌پېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بې‌پېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.

د نیویارک محکمې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان د پیسو ورکړه رد کړې

د نیویارک یوې محکمې امریکا کې د سپټمبر میاشتې د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ورکړې غوښتنه رد کړې ده. د امریکا د فدرال محکمې یوې څارنوالې سارا نيټبرن د دې پرېکړې په اړه ویلي چې د افغانستان بانک په اړه امریکايي محکمې پرېکړه نه شي کولای.

یوه ایراني هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

بایډن: هغه ترهګر به ښکار کړو چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې شوې چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یادغونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان کې د سرتېرو له موجودیت پرته هم ترهګر څاري او هغوی چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي، په هر ځای کې به یې ښکار وګرځوي.

محمداشرف غني: د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له امله «جمهوري نظام» وپرځېد

د افغانستان پرځول شوي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له کبله د نوموړي په مشري «جمهوري نظام» پرځول شوی دی. نوموړي ویلي، هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې بې‌وزله او شتمن په ټولو برخو کې یو شان ونډه ولري او هغه ثبات لاس ته راوړي چې ترې اخیستل شوی دی.

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی

د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا نړیوال کمېسیون ویلي چې افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی. د دغه کمېسیون په وینا، اسلامي امارت د مذهبي لږکیو پر ازادۍ محدودیتونه لږولي او د هغوی حقونه یې نقض کړي دي.

هره میاشت افغانستان کې نږدې ۵۰۰۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت د روان کال له پیله وړاندوینه کړې وه چې ښايي ۱.۱ میلیونه ماشومان هېواد کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي، خو یاد وزارت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له هغه کم بولي چې دوی یې وړاندوینه کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغانستان یو دښمن هېواد بللی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون د یوې وینا پرمهال افغانستان د پاکستان د یوه دښمن هېواد په توګه بللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د خپلې وینا پرمهال د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کې ویلي، «عمران خان چې کوم تورونه پر پاکستان لګولي، حتا دښمن هېواد افغانستان نه دي لګولي.»

د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان د نړۍ اووم فاسد هېواد دی

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپور شوي تازه راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د نړۍ اووم فاسد هېواد بللی شوی دی.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې افغانستان بشري حقونو څخه د ملاتړ، فساد سره د مبارزې او مدني ازادیو په برخه کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د فاسدو هېوادونو نوملړ کې ۷ ځای خپل کړی دی.