«کابل کې دې د ښځو د لاریون پر مهال د خبریالانو د وهلو پېښه وڅېړل شي»
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په کابل کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو د لاریون پر مهال د خبریالانو د وهلو ډبولو پېښې د څېړنې غوښتنه کوي. دا کمېټه وايي چې د ښځو د «بېوزلۍ، وزګارتیا او لوږې» په شعار ورکولو سره لاریون کړی و، خو د اسلامي امارت ځواکونو د دغه لاریون پر مهال خبریالان وهلي ډبولي او کنځلې یې هم ورته کړې دي.