کابل کې د ایران پر ضد لاریون؛ نړۍ باید خپله چوپتیا ماته کړي

ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او وهل ټکولو په اړه د غبرګونونو په لړ کې نن کابل کې یو‌شمېر کسانو د ایران پر ضد لاریون وکړ.
دغه لاریون چې د افغانستان د مدني ټولنو او د ولسي انسجام شورا له لوري جوړ شوی و، په کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وشوه چې ایران کې له افغان کډوالو سره د روان ظلم پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

بدخشان کې اعتراض؛ د ا.ا ځواکونو د تراوېح لمونځ نه کولو له امله زده‌کړیالان وهلي

د بدخشان دولتي پوهنتون یو‌شمېر زده‌کړیالانو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د دوی د وهلو او ډبولو په غبرګون کې اعتراض کړی دی. دوی همداراز وویل چې دوه زده‌کړیالان د سختو وهلو له امله ټپیان او د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري د سلام‌وطندار د خبريال نيول کېدل

د سلام‌وطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي و، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و.

کندهار؛ اسلامي امارت د یوې ښځې د وژنې اعتراض د خبري پوښښ مخه ونیوله

یو‌شمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو یې وروسته له هغې د رسنیز پوښښ مخنیوی او ورته ګواښ کړی چې غوښتل یې کندهار ښار کې یوه اعتراض ته خبري پوښښ ورکړي. دغه خبریالان وروسته بیا د خلکو په غوښتنه بیرته راخوشې شوي دي. کندهار کې خبریالان وايي، د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

اوسلو غونډه کې پر کار، زده‌کړو او سیاسي ګډون د ښځو ټینګار

د ناروې په اوسلو غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب یوې افغان مېرمنې هدا خموش وینا وکړه او افغانستان کې یې د ښځو پر کار، زده‌کړو او سیاسي ګډون ټينګار وکړ. فاطمي زیاتوي، د افغان معترضو مېرمنو د استازې وینا باید له شرط پرته د کار او زده‌کړو حقونو ورکړه او په سیاسي برخه کې د ښځو پر ګډون راڅرخېدای.

بغلان کې د کوویډ۱۹ روغتون د کارکوونکو اعتراض

د بغلان ولایت د کووویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو نن د دغه روغتون ودانۍ مخته لاس په اعتراض پورې کړ. دوی وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی ټينګار کوي چې دغه روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او که چېرته ستونزو ته  یې رسېدنه ونه شي، دغه روغتون به وتړل شي.

سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې له افغانانو د استازولۍ مشروع حق اخیستل شوی

ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي څوکۍ به د طالبانو سرپرست حکومت ته ورنه کړي. دغه پرېکړه پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمېټې له لوري نیول شوې ده. دغې څوکۍ ته د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري ټاکل شوی نوماند سهیل شاهین نن په خپل ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې.

سمنګاني: د جوزجان د اوسېدونکو د اجباري کډه کولو خبرونه ناسم دي

د اسلامي امارت چارواکو د جوزجان ولایت د قوش‌تپې ولسوالي اوسېدونکي د زور له لارې د کډه کولو په تړاو خپاره شوي خبرونه رد کړي او هغه یې بې‌بنسټه بللي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، د جوزجان ولایت اوسېدونکي په زوره د کډه کولو په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.

بامیانو کې ښځو د بې‌وزلۍ او زده‌کړو په اړه لاریون کړی

په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او مدني حرکتونو پر دوام، نن په بامیانو کې یو‌شمېر ښځو د یوه اعتراضیه لاریون پر مهال ښځو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو او په هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو د مخنیوي او پوهنتونونو او  ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه .