په کندهار کې هغه دوه چارواکي له دندې ګوښه او زنداني شوي چې د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده یو فرمان یې پنځه میاشتې ځنډولی و.
د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سرې میاشتې رییس فیضالله فیضي او د سوېلي زون د سرې میاشتې مسوول اخترمحمد خادم د ا.ا د مشر هبتالله اخندزاده د فرمان ځنډولو له امله له دندې ګوښه او زنداني شوي.
دواړه چارواکي پرون (شنبه، تلې ۳۰مه) له دندو ګوښه او په یوه میاشت بند محکوم شوي دي.
د کندهار ولایت مقام څخه سلاموطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو دوو کسانو په تړاو یاد حکم پرون شنبه د سترې محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز رییس سردارمحمد په مشري اورول شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغو چارواکو د اسلامي امارت د مشر د څه په اړه او کوم فرمان پنځه میاشتې ځنډولی و. په ورته مهال په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو په خپلو دندو کې غفلت کړی او د اسلامي امارت د مشر فرمان یې ځنډولی و.