په روزګان کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د تېرو ناامنیو پرمهال د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او کورونه یې د جګړو په سنګرونو بدل شوي وو، اوس وايي چې له جګړو د پاتې شویو ماینونو د وېرې له امله خپلو مېنو او کورونو ته بېرته نه‌شي ګرځېدلی.

د روزګان مرکز ترينکوټ ښار ختيځ لور ته «چنارک» هغه سيمه ده چې د تېرو جګړو ناچاوده توکي اوس هم په‌کې پاتې او خلکو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو وېره په‌کې ډېره ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغې سیمې اوسېدونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې د ملکیانو کورونه له ماینونو څخه پاک کړي، څو بې‌ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

د روزګان اوسېدونکی احسان‌الله نېک‌زاد سلام‌وطندار ته وايي: «ډېرو کمربندي سيمو کې اوس هم ماينونه او نور خطرناکه توکي پاتي دي. هېڅوک خپل کور ته د وېرې له امله نه ورځي. زموږ غوښتنه د اسلامي امارت څخه دا ده چې د یادو ماینونو د راویستلو لپاره دې لاس په کار شي.»

په ورته مهال د روزګان روغتيايي مسوولان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې ملکیانو ته ډېره مرګ‌ژوبله له تېرو جګړو څخه د پاتې شویو ناچاوده توکو او ماینونو له امله اوښتې ده.

د ترينکوټ د ولايتي روغتون رییس ډاکټر حسام‌الدين احسامي که څه هم په تېرو ۸ مياشتو کې د ماین چاودنو له امله د قربانيو  د کره شمېرې په اړه څه نه وايي، خو  د نوموړي په وینا، ډېری وخت روغتون ته له جګړې د پاتې شویو ماینونو د چاودنو له امله ټپیان وروړل کېږي.

روزګان کې د اسلامي امارت مسوولان بیا وايي، دغه ولايت کې تازه د ماين پاکۍ یوې موسسې فعاليت پیل کړی او پلان لري چې له ترينکوټ ښار او ټولو ولسواليو څخه ناچاوده توکي راټول او له منځه يوسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسي حال کې ده چې د روان کال د وري میاشتې پر ۱۶مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې افغانستان کې د خښ شویو ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام