درې ورځې وړاندې د برښنا شرکت ویلی‌وو چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالي کې د برښنا د دوو وېجاړو شویو ستنو «پایو» د بیا جوړولو لپاره د پلازمېنې کابل او یو‌‌شمېر نورو ولایتونو برښنا د ۷۲ساعتونو لپاره پرې کوي. خو نن شنبه له درېو ورځو تېرېدو وروسته برښنا شرکت نه دی بریالی شوی چې د کابل او نورو ولایتونو برښنا بېرته ونښلوي.

د برښنا شرکت ویاند محمد هاشم سنګر نیازی وایي، په سالنګ  کې د وېجاړو شویو برښنا ستنو د بیا جوړېدو چارې وړاندې بشپړې شوي، خو د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې د جګړې له امله د وارداتي برښنا مزی پرې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نیازی زیاتوي چې سیمه کې امنیتي ځواکونو د برښنا شرکت کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د برښنا دغه مزی بېرته ونښلوی او د وضعیت تر ښه کېدو به په کابل او لس نورو ولایتونو کې برښنا نه وي.

د تېرکال له ژمي راهیسې تراوسه د کابل د برښنا پرچوۍ د پام وړ ډېره شوې او هره یوه دو ورځې وروسته د برښنا د پرې کېدو خبرونه ورکول کېږي. په پلازمېنه کې د برښنا پرې کېدو د خلکو  پراخې غبرګونونه راپارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګن‌شمېر کسانو د برښنا شرکت له لوري د برښنا پر انډولیز وېش نیوکه کوي او وایي چې د برښنا نه شتون پرمهال باید د برق وېش عادلانه وي. د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي محمد صبوري پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «په ژمي کې به مو د شپې له خوا تل برښنا درلوده او د ورځې به مو یو یا دوه ساعتونه برق‌وو، په روانه یوه شپه او ورځ کې یوازې یو یا دوه ساعته برښنا په سترګو وینو. که پرچاوي وي،نو باید انډول پکې مراعات شي، وجدان مو راويښ کړئ او احساس ولرئ.»



په همدې کال کې د کابل د لوېديځې سیمې یو‌شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې یو‌شمېر سیمې د ورځې یوازې د ۱۰دقیقو لپاره برښنا لري. د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر کاروونکي په دې باور دي چې حکومت د برښنا شرکت د ستنو د امنیت خوندیتوب نه شي نیولی او په دې برخه کې یې هم تکتیکي شاتګ کړی دی.

بل‌خوا د بغلان ولایت د خنجان ولسوالي اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي  د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده. خو په دې اړه د بغلان ولایت محلي چارواکي او د کورنیو چارو وزارت مسوولان ځواب ویلو ته حاضر نه شول. په همدې حال کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د روانې ورځې تر پایه به د کابل او لسو نورو ولایتونو پرې شوې برښنا بېرته ونښلول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام