د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې کورنۍ خپلوان وايي چې یوې کورنۍ د لوږې او ناچارۍ له کبله خپل درې ماشومان پلورلي دي. د دې کورنۍ یوه خپل اسدالله (مستعار نوم) سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کس دوه مېرمنې او اووه ماشومان لري.

اسدالله وايي، یادې کورنۍ د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله دوه ماشومان په ۵۰ زره افغانیو پلورلي او یوه کوچنۍ لور یې هم د پیسو په بدل کې یوه پاخه سړي ته په نکاح ورکړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، دغه کس د پیسو له ترلاسه کولو وروسته ورک شوی دی. دا پېښه تېره اوونۍ د پلخمري ښار په کرکر سیمه کې شوې ده.

د دې کورنۍ د خپلوانو په وینا، تر اوسه د دې کورنۍ د لوږې او بې‌وزلۍ ستونزه نه ده حل شوې او لا هم ناچاره دي. دوی وايي، که له یادې کورنۍ سره مرسته ونه شي، نور ماشومان به هم پلور ته وړاندې کړي.

د پلورل شویو ماشومانو د ماما زوی وايي چې د یادو ماشومانو میندې په بد وضعیت کې دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه وروسته چې اسلامي امارت پر هېواد ولکه ټینګه کړه، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې را کمې او هغه پیسې چې د افغانانو وې، په نړیوالو بانکونو کې کنګل شوې او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت ناسم لوري ته ځي او د لوږې او بې‌وزلۍ له سخت ناورین سره په مخامخ کېدو دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام