د افغانستان د ازدو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي چې طالبانو د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالي له نیولو وروسته د «دهراوود غږ» راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې هم نړولې ده.
د نی په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل له قوله لیکل شوي چې طالبانو د یاد د دفتر له ویجاړولو وروسته د راډیو ټول وسایل هلمند ته لېږدولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نی د خبرپاڼې له مخې، که څه هم طالبانو ویلي و چې له خبریالانو، د رسنیو اړوندو ټولنو او بنسټونو سره کار نه لري، خو اوس لیدل کېږي چې دا ډله د خپلو خبرو پر خلاف روانه ده او وسلهوالو یې د رسنیو لوټلو او ویجاړولو ته مخه کړې ده.
نی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې د خبریالانو د ژوند او رسنیزو بنسټونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
- د جګړې زیاتوالي د بیان ازادي زیانمنه کړې
- د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه
- له تېرو شلو کلونو راهیسې د رسنیو مزل له ګواښونو سره مل دی
د نی خبرپاڼه لیکي، نړیوال بنسټونه، په تېره هغوی چې د سولې خبرواترو پر مېز ناست دي، باید طالبان وپوهوي چې د رسنیزو بنسټونو ساتل او د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.
نی د خبریالانو د ژوند او د رسنیزو سازمانونو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، څو «په رسمي ډول ډاډ ورکړي چې له خبریالانو او رسنیو سره کار نه لري.»
د نی د معلوماتو له مخې، طالبانو تر دې مخکې هم د هرات د شینډنډ ولسوالي له نیولو وروسته د «طنین راډیو» وسایل لوټ او د دغې رسنۍ غږ یې د تل لپاره چوپ کړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.