د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون یوه مخکیني مسوول تایید کړې چې د ا.ا لهخوا پرون د دغه ټلویزیون له درېوو نیول شویو کارکوونکو څخه دوه یې بېرته خوشې شوي دي.
لطفالله نجفيزاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طلوع نیوز خبري څانګې رییس خپلواک ساپی او د ټلویزیون حقوقي سلاکار له پوښتنو وروسته بېرته خوشې شوي، خو ویاند بهرام امان لاهم له ا.ا سره بندي دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پرون طلوع نیوز کې یوې سرچینې سلاموطندار ته تایید کړه، وروسته له هغې چې دوی د ا.ا له لوري پر دوی د سریالونو د نه خپرولو په اړه خبر خپور کړ، د اسلامي امارت استخبارات دفتر ته ور ننوتل او د طلوع نیوز رييس خپلواک ساپى، وياند بهرام امان او د حقوقي برخې مسوول يې ونيول.
طلوع نیوز په افغانستان کې له لومړنیو خصوصي خبري تلویزیوني شبکو ده چې له کلونو کلونو راهیسې د “موبې ګروپ” په اډانه کې فعالیت کوي. دې شبکې او په ټوله کې د موبې ګروپ نورو رسنیو پر افغانستان د ا.ا له واکمنېدو وروسته هم له کابله خپرونو ته دوام ورکړ.
Outraged by the Taliban intelligence agency’s move to arrest TOLOnews head Khpolwak Sapai, journalist Bahram Aman and the channel’s legal advisor. Mr. Sapai and the legal advisor are released after questioning, but Mr Aman is kept in their custody.
— Lotfullah Najafizada (@LNajafizada) March 17, 2022
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دفتر چې امنیت شورا یې پرون ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه، د ا.ا لخوا د دغو خبریالانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې. د یوناما د ټویټر په پوست کې ټینګار شوی چې دغه ژورنالیستان باید سملاسي خوشې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې وړاندې هم د يوشمېر رسنيو خبريالان، سياسي فعالان او ځينې مېرمنې نيولي او بيا يې بېرته خوشې کړې دي.
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي چې افغانستان کې تر نیمايي ډېرې خصوصي رسنۍ د اقتصادي ستونزو او فشارونو له کبله تړل شوي او یا یې فعالیتونه محدود شوي دي.