بدل ودونه هغه ودونه دي چې دوه کورنۍ خپلې لوڼې یو د بل ځامنو ته په بدل ورکوي. که څه هم دغه ډول ودونه د واده او ولور راکمولو په موخه کېږي، خو یوولسو ښځو چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، ویلي چې د بدل ودونه د ښځو د ګډ ژوند لپاره ډېرې بدې پایلې لري.
په کم عمر کې ودېدل، د واده په اړه ناخوښي، د بدل شویو ښځو د ژوند وضعیت له کبله د تاوتریخوالي تجربه کول، په ګډ ژوند کې د خپلواکۍ نه لرل او له خپلو هیلو محرومیت د بدل ودونو بدې پایلې دي چې د یادو ښځو ژوند تریخوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدف چې په شپږکلنۍ کې د بدل واده قرباني شوې او اوس ۲۸ کلنه ده، وايي چې د ناچارۍ له کبله د مشر ورور بدل شوې ده. هغه زیاتوي: «پلار مې غوښتل چې زوی ته کوژده وکړي او زه یې په شپږکلنۍ کې په بدل ورکړم. خوښېدل مې چې زدهکړې وکړم، مدرسې ته ولاړه شم؛ خو د اقتصادي ستونزو له کبله یې زه بدل کړم، څو مې ورور ته واده وکړي. زه مې د ورور واده کې وړه وم، خبره نه وم چې زما د واده ورځ هم ده، ګډا مې کوله؛ زه یې هم د ناوې او زوم ترڅنګ ودرولم، څو خلک پوه شي چې زه یې بدلي یم.»
سحر بیا د تخار اوسېدونکې او ۲۵ کلنه ده. هغه هم په داسې کور کې اوسېږي چې هوساینه پهکې نشته؛ ځکه اړ ده هغه تاوتریخوالی جبران کړي چې پر ورېندارې یې تېرېږي. هغه وايي: «هر حالت چې پر هغې راشي، پر ما هم راځي. کوم ژوند چې لرم، هېڅ ترې خوشحاله نه یم. که د کورنیو اړیکو په اړه وپوښتئ، له واده وروسته بېخي ترینګلې شوي؛ اړیکې مو هېڅ ښې نهدي.»
ناهیده چې ۴۳ کاله عمر لري وايي، مور یې پرې ټینګار کاوه چې ماما ته یې د واده برابرېدو لپاره د هغه بدلي شي، خو په خبره یې، اوس یې خاوند ورسره مینه نه کوي. د نوموړې په خبره، د دې او خاوند دواړو یې خوښه نه وه چې واده سره وکړي. «د ماما اقتصاد مې خراب و او د دې لپاره چې زموږ د ګاونډي لور یې خوښېده او هغه مهال چې اقتصادي وضعیت خراب و او مور مې همدا یو ورور درلود؛ نو زه یې د ګاونډي زوی ته په نکاح کړم او ندرور مې یې ماما ته ورکړه. ماما مې اوس په اسټرالیا کې دی؛ ښه خوشحاله ژوند کوي، خو خاوند مې له ما سره هېڅ ښه نهدی. هر وخت چې کومه خبره شي، وايي، کاشکې مې ته نه وای کړې. ډېره سخته راته پرېوځي، ان تراوسه. کله وایم چې کاشکې مې دا تېروتنه نه کولای.»
د ټولنیزو او کلتوري چارو شنونکی محمدشعیب وايي، د خلکو د عامه پوهاوي نه لرل او اقتصادي ننګونې د بدل ودونو لپاره تر ټولو ستر لاملونه دي. د هغه په خبره، رسنۍ باید د دغه ناوړه دود د له منځه وړلو لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او حکومت هم د اقتصادي پروګرامونو په جوړولو او د واده لګښتونو په راکمولو سره یې مخه ونیسي.
نوموړی زیاتوي: «که څه هم دغه دود له پخوا زموږ ټولنه، په تېره لرې پرتو ولایتونو کې شته، خو که دغه واده د دواړو په خوښه نه وي، تېروتنه ده. د محلي رسنیو لهخوا باید په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او دولت هم مسوول دی چې اقتصادي اصلاحات راولي او د واده لګښتونه کنټرول کړي.»
دیني عالمان هم واده د ښځې او خاوند ترمنځ د سالمې اړیکې جوړولو بنسټ بولي او په وینا یې، د دواړو لوریو د مینې، درناوي او خوښۍ پر بنسټ جوړېږي. دیني عالم احمد حکیمي د بدل ودونه د اسلامي شریعت خلاف یادوي او وايي: «د حنفي فقې او جمهور علماوو پر بنسټ، دغه ډول ودونه فاسد ودونه بولي؛ ځکه ښځه مال نهدی او نه باید ورسره د مال په څېر چلن وشي. که د دواړو لوریو خوښه وي، مهر یې توپیر ولري او د ښځې په واک کې وي، ستونزه نشته، خو که داسې نه وي، دا یو فاسد واده دی او ګناه لري.»
په همدې حال کې ارواپوه محمدشعیب سالنګي وايي: «د بدله ودونه یو ډول له لارې وتلي او ناسلم ودونه یادوو او کله چې ښځې ورسره مخامخ کېږي او ان له جنس سره معامله کېږي، دغه ډول ودونه ښځې ته د قرباني کېدو احساس ورکوي او د هویت د بحران لامل یې کېږي؛ فکر کوي چې زه څوک او څه یم. دا انسان ته د کمترۍ حس ورکوي او نه یوازې خپله مېرمنې، بلکې ان پر راتلونکو نسلونو باندې یې هم اغېز کوي.»
د ښځو حقونو فعالانو په وینا، د بدل ودونه د ځوانانو له برخلیک سره لوبې کول دي او دا نه یوازې د ښځو د انتخاب ازادي اخلي، بلکې لامل کېږي چې برخلیک یې نور وټاکي. د ښځو حقونو فعاله شهلا عارفي وايي: «په دغسې ودونو کې د نجونو خوښه ارزښت نهلري. دا یو ډول ښکاره نقض دی. د قانون، د ښځو حقونو او په وروستیو کې اساسي قانون ثابتوله چې دا د ځوانانو د برخلیک پر وړاندې جرم دی.»
بلهخوا حقوقپوهان وايي، د شریعت او د افغانستان د نافذو قوانینو له مخې، د بدل ودونه مشروعیت نهلري او نجونې کولای شي چې ورسره د مخامخ کېدو پر مهال اعتراض وکړي. حقوقپوه عبدالشکور دادرس وايي: «د شریعت او د هېواد د نافذو قوانینو پر بنسټ، د بدل نکاح یا د مواعظې واده مشروعیت نهلري. دا د اسلامي حقونو له اړخه د ملي او نړیوالو حقونو نقض دی او همدارنګه تاوتریخوالی دی؛ باید د قانون له مخې، مردود شي.»
د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر بیا سلاموطندار ته ویلي چې د دغه وزارت محتسبانو په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او د ځینو قضیو مخه یې هم نیولې ده. «د امر بالمعروف وزارت د بدل ودونو په اړه محتسبانو، د جوماتونو ملا امامانو او قومي مشرانو ته دنده سپارلې چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو د دا ډول ودونو مخه ونیول شي.»
د یادونې ده چې په افغانستان کې د بدل ودونه د کلتور، دودونو او ټولنیزو فشارونو له کبله کېږي. خلک، په تېره ښځې په دغه ډول ودونو کې د خاوند په انتخاب کې د ازادۍ حق نهلري او اړ کېږي چې خاوند یې هر څوک او هر څنګه وي، ویې مني.