د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق وویل، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو په شخصي لګښت د «صالحي ځيرک» لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.
د دغې لېسې لپاره د ودانۍ په جوړولو ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي.
یادې لېسې د جوړولو چارو پرانیستې مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیبالله اغا هم ګډون کړی وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټاکل شوې دغه ښوونځی دریو پوړونو کې جوړ شي چې د لومړي پوړ په جوړولو یې ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي او ۸ درسي خونې لري.
له دې وړاندې هم د یاد ولایت په مالستان، جاغوري، اندړ او جغتو ولسوالیو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او لویې لارې رغولې دي.