د کندوز د ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي امنیتي ځواکونو ته د سپکاوي لپاره د دغه ولایت د والي عبدالستار میرزکوال د ګوښه کولو غوښتنه وکړه. دوی د کندوز محلي حکومتي چارواکي د خلکو د امنیت په ساتلو کې په پاتې راتلو تورن کړل.

د کندوز د ولایتي شورا غړي او سلګونو اوسېدونکيو نن په يوه اعتراضيه غونډه کې د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، تر هغه چې د کندوز محلي چارواکي له دندو لرې شوي نه وي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.

دوی وايي، مسوولان د امنيت تامين کې پاتې راغلي او نور نه‌شي زغملای چې د امنيتي ځواکونو مرګ‌ژوبله وويني.

د کندوز د ولايتي شورا غړی غلام‌رباني رباني وايي، والي امنيتي ځواکونه ته سپکاوی کړی په داسې حال کې چې سرتېري قرباني ورکوي او په دې اړه غلي نه پاتې کېږي.

رباني د محلي مسوولانو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او د حکومت له مرکزي ادارې يې وغوښتل چې په دې ولايت کې مديريت لپاره وړ کسان وګماري.

نوموړی وايي، څه موده وړاندې د کندوز والي عبدالستار میرزکوال امنيتي ځواکونه په «شراب څښلو » تورن کړي دي.

خو د کندوز د والي وياند عصمت‌الله مرادي وايي، د امنيت تامين يوازې د والي دنده نه ده، بلکې ټول امنيتي بنسټونه مسوول دي.

مرادي وايي، د کندوز اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي بايد د امنيت تامين کې همکاري وکړي.

د کندوز د والي ویاند همداراز وايي، د واليانو او ځایي چارواکيو بدلون د امنیتي وضعیت په ښه والي کې اغېزناک نه دی او وايي، که په دې کار امنيتي وضعیت ښه کېدای؛ نو بيا خو په تېرو څو کلونو کې ډېر چارواکي بدل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عبدالستار میرزکوال د والي په توګه ټاکل کېدو سره په کندوز کې د امنیت ښه والي برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.

کندوز د هېواد په شمال ختیځ کې یو له ناامنو ولایتونو څخه دی او دا مهال د لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام