وروسته له هغې چې د طالبانو د پوهنې وزارت له نجونو پرته ښوونځیو ته د هلکانو د ورتګ پرېکړه وکړه، لا یې هم په اړه غبرګونونه روان دي.
د افغانستان د تحول موج مسوولان وایي، له زدهکړو د نجونو محرومول د منلو وړ نه دي او اسلامي امارت باید پر خپلې دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د تحول موج اجراییه رییسه فوزیه کوفي نن په یوې خبري غونډه کې وویل، د ښوونځیو ښوونکي باید زدهکوونکې زدهکړو ته وهڅوي او د ښوونځیو بیا پرانیستې ته زمینه برابره کړي.
مېرمن کوفي همداراز وویل، د دې وخت رارسېدلی چې طالبان باید نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي او ښه ښوونیز چاپیریال ورته برابر کړي.
هغې زیاته کړه: «ګرانو خویندو ښوونځي ته لاړې شئ او درنو ښوونکو د اعتراض په توګه د خپلو زدهکوونکو ترڅنګ ودرېږي. ګرانو ورونو نن خپله هغه خبره په حقیقت بدله کړئ چې ویل به مو، مونږ شاته او وحشت ته نه ګرځو.»
- د بشري حقونو کمېسیون: طالبان باید د بشري حقونو پر وضعیت د خپلواکې څارنې اسانتیاوې برابرې کړي
- د پوهنې وزارت پرېکړې ته غبرګون؛ د ښځينه زدهکوونکو برخلیک روښانه کړئ
- د ښځو حقونو فعالانې: طالبانو د ښځو چارو وزارت لغوه کړی
په همدې حال کې د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هم په دې باور دي چې طالبان ښوونځیو ته د ښځینه زدهکوونکو د نه پرېښودو سره غواړي چې دوی په کور کېښنوي.
د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي په دې غونډه کې وویل چې طالبان غواړي پر ښځو کړۍ راتنګه کړي او په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.
د ښځو او ښځینه زدهکوونکو پر وړاندې د طالبانو د چلن په اړه نیوکې په داسې حال کې دي چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، له بشر حقونو ټکان ورکوونکې سرغړونه ده.