د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې د کابل برښنا څلېرویشت ساعته شي.

د برښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزی وايي، له پلخمري تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزو په بشپړېدو به چې اوس یې ۶۰ سلنه کارونه مخې ته تللي، د کابل برښنا به ۲۴ ساعته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت مسوولانو تر دې مخکې ویلي وو، د هغو پخوانیو چارواکو جایدادونه به وپلوري چې د برښنا شرکت پوروړي دي.

د برښنا شرکت عملیاتي رییس وايي، دغه شرکت پر یوې پالیسي کار کوي چې له اړوندو حقوقي ادارو سره تر شریکېدو او د امارت له لوري تر تایید وروسته به د هغو کسانو جایدادونه ونیسي یا به یې هم وپلوري چې د برښنا شرکت پوروړي دي.

د برښنا شرکت مسوولان وايي چې اوس د برښنا واردوونکو هېوادونو ۸۸ میلیونه ډالره پوروړي دي، خو په خبره یې، تر هغه به پر افغانستان برښنا پرې نه شي چې کنګل شوې پیسې ازادې نه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په را رسېدو سره د کابل ښار برښنا له پرچاوي سره مخ کېږي چې نه یوازې خلکو ته د سرخوږي لامل کېږي، بلکې د کارخونو پر کارونو هم منفي اغېز کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام