د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې دغه اداره په یوازې توګه د پلازمېنې کابل د هوا له ککړتیا سره مبارزه نهشي کولای.
د کابل ښاروالي مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه، مرغومې ۲۲مه کابل کې د ښاري نظم ښهوالي، د ښار پر وړاندې د خلکو د مسوولیت د لاپیاوړي کولو او د چاپېریال او عامه ځایونو د ساتنې په موخه د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه د پوهاوي یوه پروګرام کې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی د کابل ښار په ځانګړې توګه د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې د هوا ککړتیا د مخنیوي او کمولو برخه کې له کابل ښاروالي سره همکاري وکړي.
د کابل ښاروالۍ د دیارلسمې ناحیې رییس عبدالصمدعابد وویل: «ښاروالي په یوازې توګه له ککړې هوا سره مبارزه نهشي کولای او له تاسو خلکو غواړي چې دې برخه کې همکاري وکړئ.»
د کابل ښار د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو د ګذر وکیلانو او مشرانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ډبرو سکرو د عوایدو یوه برخه د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړي.
د دیارلسمې ناحیې د قومي شورا مشر اسحاق صفدري وايي: «موږ له ا.ا غواړو، هغه د ډبرو سکاره چې له یوې خوا د کورنۍ د ګرمېدو او د ککړې هوا لامل کېږي، یوه برخه عواید دې، د ککړې هوا مخنیوي لپاره ځانګړې کړي، څو د چاپېریال ساتنې اداره هم مبارزه وکړي.»
د شپږمې ناحيې د ګذر وکيلانو مشر وزير ګل د هوا د ککړتيا خطرناکو پايلو ته په اشارې سره وايي چې حکومت بايد د هوا له ککړتيا سره د مبارزې لپاره یو لړ پروګرامونه جوړ کړي. «د ګذروکیلانو ته مړینه معلومه ده چې څومره ده، موږ د ژمي درېوو میاشتو کې په ککړه هوا کې ژوند کوو، که ټول کال همداسې ژوند وکړو، نو ګواښوونکې ده.»
د کابل د دیارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو مشر محمدطاهر خلیلي وايي، د ډبرو سکرو او پلاسټیک لپاره باید یوه مناسب بدیل ولټول شي. «موږ د ککړې هوا په تړاو مسوویلت لرو او د کورونو ګرمولو لپاره باید له لمر ګټه واخلوو، د ډبرو سکرو او پلاسټیک مخنیوی وکړو او د هوا ککړتیا د اټم بم په څېر ده، که پام ونهشي، اړ یو چې د ناروغۍ له امله ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شو.»
کابل کې د هوا ککړتیا د خلکو د روغتیا او سلامتیا پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه ده او د ماشومانو د روغتیا «اندراګاندي» روغتون د مسوولانو په وینا، تېره قوس میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، دغه روغتون کې ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی.