د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه ویلي چې افغان سیاسي مشرانو جګړه ونه کړه او هېواد یې پرېښود. د نوموړي په وینا، افغان ملي پوځ وپاشل شو او په ځینو برخو کې له جګړې پرته تسلیم شو چې په خبره یې، شوې پېښې له وړاندوینې ډېرې چټکې وې.

بایډن وايي، امریکا د حکومتولۍ، ملت جوړونې او ولسواکۍ رامنځته کولو لپاره افغانستان ته نه وه تللې او ښه نه وه چې امریکايي ځواکونه په هغې جګړه کې ښکېل پاتې شي چې افغان ځواکونو په‌کې ګډون نه کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د کابل هوايي ډګر ته د شپږ زره امریکايي سرتېرو د رسولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاد هوايي ډګر او هوايي ټرافیک به په خپل لاس کې واخلي.

د امریکا ولسمشر زیاتوي، امریکا ټینګار کاوه چې محمداشرف غني له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او له سیاسي لارې د افغانستان ستونزه حل کړي، خو په وینا یې، هغه له طالبانو سره مذاکرات رد کړل.

جو بایډن وايي چې له طالبانو سره د ټرمپ حکومت هوکړه په میراث ور پاتې وه او په خبره یې، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې او سپینې ماڼۍ ته په رسېدو سره یې یوازې ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې طالبان د یکشنبې په ماښام له هغه وروسته چې محمداشرف غني له هېواده ووت، کابل ته را ننوتل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام