په وروستیو اوونیو کې د کورونا واکسین د غوښتونکو ډېروالي سره سم خلک په روغتیايي مرکزونو کې د واکسین له کمښت څخه سر ټکوي. دوی وايي، سره له دې چې څو پرلهپسې ورځې د کورونا واکسین کولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي، خو بیا هم نه ورته رسېږي.
ولي چې نن جمهوریت روغتون ته د واکسین لپاره راغلی و وايي، په روغتیايي مرکزونو کې واکسین کم دی او سهار یې دی هم لپاره دغه روغتون راغی، خو مسوولانو ورته ویلي چې هره ورځ د ۱۲۰ ډوزه واکسین کولو حق لري او په خبره یې، نن خلاص شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کورونا واکسین یوه بله غوښتونکې شریفه وايي، له یوې اوونۍ راهیسې د واکسین لپاره جمهوریت روغتون ته راځي، خو په وینا یې، د واکسین کمښت له امله ورته نه رسېږي.
- په یوه شپه او ورځ کې ۱۱۴ کسان پر کورونا اخته شوي
- کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۶ کسان مړه کړي
- افغانستان کې د کورونا واکسین د تطبیق بهیر پيل شو
د عامې روغتیا وزارت هم مني چې په هېواد کې د کورونا شته واکسین په خلاصېدو دی او هڅه کوي چې د واکسین پاتې ډوزونه هغو ته کسانو ته ورکړي چې لومړی ډوز یې کړی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستان سره تر اوسه ۹۶۸ زره ډوزه واکسین مرسته شوې چې ۵۳۰ زره یې ملکیانو او ۲۸۰ زره نور یې هم امنیتي ځواکونو ته ورکړی دی.