دویچهوله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.
د دویچهوله د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د مشرانو په دغه لیدنه کې د بحث وړ موضوع د انقرې او اروپايي ټولنې د کډوالو هوکړهلیک وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه هوکړهلیک پربنسټ، المان د ترکیې له لارې اروپا ته د اوښتونکو کډوالو د مخنیوي لپاره د مالي ملاتړ ټټر وهلی.
اروپايي ټولنه د کډوالو پراخو څپو سره د مقابلې لپاره ترکیې ته ۳میلیارده یورو ورکوي، خو دغه هېواد وایي چې نور کډوال نه شي منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري پر افغانستان له بشپړې ولکې راهیسې، د افغان کډوالو تازه څپې پیل شوي او په زرګونه کسان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.