د امریکا او ا.ا ترمنځ د دوحې هوکړهلیک له لاسلیک څخه چې له مخې یې په افغانستان کې پخوانی اسلامي جمهوري نظام ونړېد او ا.ا واک ته ورسېده، څه دپاسه درې کاله تېر شول. ملګرو ملتونو په دې موده کې د ا.ا او نړیوالې ټولنې ترمنځ له ګڼو ناندریو او غبرګونونو وروسته، نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه دوهورځنۍ غونډه جوړه کړه.
دا غونډه له بېلابېلو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوې ده. یوشمېر افغانانو د کابل تر څنګ، په پاکستان، امریکا، جرمني، برازیل، فرانسه او هسپانیه کې د دوحې غونډې او په دې غونډه کې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په اړه د بحث پر وړاندې لاریونونه وکړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ناروې کې د ښځو حقونو یوې فعالې او لاریونوالې هودا خموش په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «اوس د ښځو اعتراضي خوځښتونو اغېزناک رول لرلی. ملګرو ملتونو او د نړۍ پارلمانونو ته یو لیک لېږل شوی. همدا پرون ۲۳ بنسټونو ملګرو ملتونو ته یو لیک لېږلی او غوښتنه یې ترې کړې چې د دوحې غونډه کې دا لیک ولوستل شي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو یوې ډلې د نړۍ مشرانو ته د یوه لیک په استولو سره د دوحې له غونډې سره مخالفت څرګند کړی دی.
په دغه لیک کې چې د څه باندې ۲۰ مدني بنسټونو لهخوا لېږل شوی، د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي چې اسلامي امارت اړ باسي، څو د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
بلهخوا د ښځو حقونو یوشمېر فعالان او کارپوهان د افغانستان پر وضعیت د دې غونډې اغېزو ته د شک په سترګه ګوري. د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار اکبري او د ښځو حقونو فعالې ثریا پیکان په دې اړه سلاموطندار ته ویلي:
«دا غونډه کولای شي د تېرو غونډو په څېر یوازې یوه خبرپاڼه خپره کړي. زه فکر کوم دا ډول غونډې تشریفاتي دي؛ ځکه دا غونډه نهشي کولای چې د افغانستان ټولیز وضعیت را ټول او یوه تګلاره وړاندې کړي.»
«د ملګرو ملتونو سازمان زموږ د خلکو او هېواد په اړه خبرې کوي او کېدای شي پرېکړه وکړي. خو د افغانستان استازی پهکې نشته. دا پرېکړې د افغانستان له رښتینو استازیو او افغانانو پرته جوړېږي. نو ځکه د دا ډول پرېکړو عملي کېدل ستونزمن دي.»
د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د سیاسي دریځ لوړول، د اسلامي امارت د رسمي کېدو په اړه د بحث امکان او د افغانستان د هرې کورنۍ ډلې د استازیو نشتون هغه څه دي چې د ښځو حقونو د فعالانو او کارپوهانو له نیوکو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ګډې نظریې ته د رسېدو هڅې کېږي.