د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو زېرمو په اړه د جو بایډن د وروستي فرمان په غبرګون کې وویل، که د افغانستان پیسې په بشپړه توګه ازادې نه شي هېواد کې به خصوصي سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

ددې بنسټ رییس محمد یونس مومند د جوبایډن په وروستي فرمان د بیا کتنې غوښتنه کوي او وايي؛ هېڅ مرجع د دې حق نه لري چې د یوه هېواد د شتمنیو زېرمو اختیار بل یوه ته ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولانو په وینا، د افغانستان کنګل شوې پیسې، ددې هېواد ملاتړ لپاره دي چې له شلو کلونو راهیسې زېرمه شوي او افغانانو پورې اړوند دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۷ میلیارده یې ازادې شوې چې له ډلې یې ۳.۵ میلیارده امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د برید قربانیانو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي او پاتې نور یې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام