ناپېژنده وسلهوالو کاپیسا کې یو ځوان وژلی
د کاپیسا امنیه قومانداني د دغه ولایت د کوهستان د دویمې برخې ولسوالي په اړوند سیمه کې د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کاپیسا امنیه قومانداني د دغه ولایت د کوهستان د دویمې برخې ولسوالي په اړوند سیمه کې د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي.
کندوز کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې د محيالدین په نوم یوه ځوان په دغه ولایت کې ځان وژلی دی. دغه ځوان شل کلن و او جامې یې ګنډلې. د سرچینو په وینا، یاد ځوان نن د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «مال بازار څلورلارې» سره د جامو ګنډلو په دوکان کې یې ځان را ځړولی او وژلی دی.
بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځوکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ افغان ماشومان وژل شوي دي.
د بيبيسي د انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ د بریټانیا حکومت افغانستان کې د وژل شویو ۶۴ ماشومانو کورنیو ته غرامت ورکړی، خو دغه هېواد د ۱۶ ماشومانو وژنه تایید کړې ده.
د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ښځه وژلې ده. د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي، دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز د ناحیهدشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده. نظري زیاته کړې، د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.
د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د صیاد ولسوالي د انګشکه سیمې اوسېدونکی محمدنعیم وژلی دی.
د افغانستان په اړه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پنجشنبې په ورځ له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت استازي به د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته کې ګډون ونه کړي. کابلوف ویلي: «د اسلامي امارت پلاوی به [په غونډه کې] ګډون ونه کړي. دا یوازې د مسکو فارمټ د غړیو لپاره ده.»
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن وايي چې وژل شوې نجلۍ پروانه نومېږي او د خپل پلار د ټوپک په مرمۍ لګېدلې ده.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق پرون چهارشنبه د لړم یوولسمه د یاد سازمان په غونډه کې ویلي چې افغانستان کې بشري وضیعت د اندېښنې وړ دی.
د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالي کې یو ډلهییز قبر موندل شوی دی. د کندهار د والي وياند حاجې زيد نن پنجشنبه د لړم دولسمه سلاموطندار ته ویلي، دغه ډلهییز قبر چې د پنځو کسانو هډوکي پهکې پیدا شوي، د دامان ولسوالي د عليزو او بشر کلي کې د کېندنې پر مهال موندل شوی دی. خو د کندهار د والي ویاند ادعا کړې چې یاد کسان د مخکیني حکومت د نظامیانو لهخوا وژل شوي دي.
خوست کې ناپېژنده کسانو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس پنځه کلنه لمسۍ په مرموز ډول وژلې ده.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني سلاموطندار ته تایید کړې چې لمسۍ یې درې ورځې وړاندې تښتول شوې وه او جسد یې بېګاه شپه موندل شوی دی.
د پېښې یوه عیني شاهد نذیر محمود د چاودنې په اړه سلاموطندار ته ویلي: «سهار پر یوه کاسټر چاودنه وشوه او چره یې زموږ پر ښیښه ولګېده. له کوټې دباندې وتښتېدو، ومو لیدل چې ډېر خلک ټپیان دي. په کاسټر کې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ کسانو پورې وو، څه باندې لس کسان خپله را ښکته شول، نور ټول خلکو را کوز کړل.»
نن د نوامبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسېدو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي. یوناما د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او افغانستان کې یې له خبریالانو څخه پر دفاع ټینګار کړی دی.
د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار ته ویلي
چې نن چهارشنبه د لړم یوولسمه د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنې د یاد وزارت اته کارکوونکي ټپیان کړي دي.
چاودنه نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کارته مامورین» سیمه کې رامنځته شوې ده.
افغانستان چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په کورنیو او له بهره پرې تپل شویو جګړو کې سوځي، میلیونونه وګړو ته یې په دغو جګړو کې مرګژوبله اوښتې یا هم پهکې معلول شوي دي. د جګړو ښکېلو لوریو ډېر جګړهيیز جنایتونه کړي، خو د سیاسي او نورو مصلحتونو له مخې یې عاملان د محکمې مېز ته نهدي را کش شوي.
پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د لړم نهمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ګوجرانواله کې د صدف نعیم په نوم یوه خبریاله د لاریون پرمهال د عمرانخان د لارۍ موټر لاندې شوې او مړه شوې ده.
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناسم چلن وشي.
د دې ادارې رییس جان سوپکو ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپلسري بللي او هغوی یې له نجونو او ښځو سره پر نامسلکي چلن تورن کړي دي. بلهخوا یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو او ښار کې مسلکي چلن نه کوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون