۲۰۲۲؛ افغانستان کې خونړیو بریدونو ګڼ‌شمېر کسان د غم په ټغر کېښنول

که څه هم تمه کېده چې په ۲۰۲۲ کال کې به د اسلامي امارت پر بیاواکمنېدو سره هېواد کې ترهګریزې پېښې د پام وړ کمې شي، خو دغه کال کې سلګونه کسانو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول. د داعش ډلې خراسان څانګه په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په ډېری سیمو کې د شویو خونړیو بریدونو تر شاه وه.

تخار کې ماین چاودنه؛ اته ملکیان ټپیان شوي

تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، چاودنه نن چهارشنبه د مرغومې اوومه د تالقان ښار چوک مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

کابل کې وسله‌والې غلاوې؛ ښاریان: غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې او موبایل اخلي

د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د وسله‌والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي. دوی وايي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو د ټوپک او توپانچې په زور پیسې، موبایل او نور وسایل اخلي. د کابل یو اوسېدونکی رویا کوشا سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې وسله‌والو غلو ترې د ټوپک په زور پیسې او موبایل واخیستل.

بدخشان کې چاودنه؛ د امنیې قومندان په ګډون درې کسان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې نن سهار د بدخشان د امنیې قومندان ودانۍ ته څېرمه په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې چې مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

عبدالنافع ټکور ویلي چې په چاودنه کې د بدخشان د امنیه قومندان عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

کندهار کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، دغه مړی د کندهار د میوند ولسوالي په حوض‌ مدد دښته کې موندل شوی دی.

فاریاب کې د اسلامي امارت یو غړی وژل شوی

په فاریاب کې سرچینې وايي چې د اسلامي امارت یو غړی د یکشنبې په شپې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالي په «پشته» سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه کس معاذ نومېده او د سخي‌محمد زوی و چې د ګرزیوان ولسوالي په امنیې قومانداني کې یې دنده درلوده.

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه په سپین‌بولدک کې بیا سره نښتي

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه د کندهار د سپین‌بولدک اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې بیا سره نښتي دي.
کندهار کې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نښته د شېرو اوبو سیمه کې پر فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ا.ا پر ځواکونو داسې مهال ډزې شوي چې افغان لوري په سیمه کې پوستې جوړولې.

کرن ډېکر کابل کې پر یوه هوټل پرونی برید غندلی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر څو شېبې مخکې پر ټویټر د کابل شهرنو کې پر یوه هوټل د داعش ډلې وسله‌وال برید غندلی دی.
هغې پر بهرنیانو برید او په منځ کې یې د بې‌ګناه افغانانو ايسارېدل، خورا سخت بللي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره هم غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هيله څرګنده کړې ده.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي

د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د دغه هېواد د وګړو پر استوګن‌ځای له پروني برید وروسته، له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي.
رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای برید؛ چین: پنځه وګړي مو ټپیان شوي

رویټرز خبري اژانس نن د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې د دغه هېواد پنځه وګړي ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبري غونډه کې ویلي چې دولت یې له اسلامي امارت څخه غواړي، څو د دغه برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د ا.ا ویاند: د کابل شهرنو کې پر هوټل برید پای ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند پر یوه هوټل برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی وګړی په دغه برید کې نه‌دی وژل شوی.
هغه وايي، دوو بهرنیو وګړو د برید پر مهال یې له ودانۍ ځانونه راغورځولي، ټپيان شوي دي.

هند کې د امنیتي غونډې ګډونوال: د افغانستان روان وضعیت اندېښمن کړي یوو

د «ټایمز‌اف انډيا» په نوم یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکي نن د ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، او قرغزستان هېوادونو له امنیتي چارواکو سره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه کړې. د راپور له مخې، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.