ناپېژنده کسانو پروان کې یو کس په مرموز ډول وژلی
د پروان د امنیې قومنداني مسوولان سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو کس د ناپېژنده کسانو لهخوا د چاقو په وسیله وژل شوی دی.
د پروان د امنیې قومنداني مسوولان سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو کس د ناپېژنده کسانو لهخوا د چاقو په وسیله وژل شوی دی.
د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې یو ۱۵ کلن ځوان د ناپېژنده کسانو لهخوا وژل شوی دی.
په سمنګان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د دغه ولایت په درهصوف بالا کې یو ډاکټر وژلی دی. دغه ډاکټر نجمالدین سهرابي نومېده او د کب په پنځمه، د جمعې شپه وژل شوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د ا.ا ځواکونو نن سهار شاوخوا اتهنیمې بجې د دغه ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د کابل بانک دروازه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی.
د ننګرهار ولایت چارواکو خبر ورکړی چې سبا د کب څلورمه، د پنجشنبې ورځ به د تورخم دروازه بېرته پرانېستل شي.
په همدې حال کې اسلاماباد کې د افغانستان سفارت هم پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا به د تورخم دروازه د مسافرو، سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره بېرته پرانېستل شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف په یوه نااعلان شوي سفر نن چهارشنبه د کب درېیمه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.
خواجه محمداصف د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.
د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو شکایت کوي او اسلامي امارت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
بریالی چې د غزني اوسېدونکی دی، سلاموطندار ته وايي چې نږدې یوه میاشت مخکې وسلهوالو غلو یې زوی وژلی دی. نوموړی زیاتوي چې غلو یې د زوی جسد د غزني ښار څخه لرې یوې سیمه کې غورځولی و.
د تورخم کمیسار محمدصدیق خالد وايي چې دغه لاره یکشنبه شپه د سلواغې ۳۰مه د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ تړل شوې او پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي. د نوموړي په وینا، پاکستاني لوري پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او یاده لاره یې د اسلامي امارت د چارواکو له لارښوونو سره سم تړلې ده.
د بادغیس محلي مسوولان وايي چې یوه ځوان د سلواغې په ۲۹مه، د شنبې په مازدیګر د دغه ولایت د قادس ولسوالي په «قادس خوردک» سیمه کې په تېروتنې ډز کړی او مور یې وژلې ده.
د ا.ا حکومت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هغه ادعاوې په کله رد کړي چې ګواکې دغه ایالت کې پر پوځيانو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و. په ورته مهال شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته سیمه په ځانګړې توګه پاکستان کې وسلهوالې ډلې پیاوړې کړې دي.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده او ساتونکی یې اسماعیل د هغې د بل ساتونکي له لوري وژل شوي دي.
د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د سوزمهکلا ولسوالي د جرمنکلا سیمې اوسېدونکي صدرالدین خپله کوژدنه او د هغې مور په چاکو وهلي او وژلي دي.
د نوموړي په وینا، دا پېښه د سرپل د سانچارک ولسوالي په فرشقان سیمه کې شوې ده.
د ا.ا د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې کابل ښار کې یې درې داعشیان وژلي دي.
دغه ریاست لیکلي چې ځانګړو ځواکونو یې د سلواعې په ۲۴مه، د دوشنبې ماښام د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارتهنو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای پېچلي عملیات وکړل.
د لوګر ولايت د امنیې قومانداني چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې يوه ۲۵ کلنه مېرمن په مرموز ډول وژل شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې «افغانان» د جګړې په ډګر کې بریالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم «رښتیني او ژمن» دي او غوره ده چې هېڅ لوری یې د ځورولو هڅه ونه کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذ.بېح الله م.جاهد پر ټویټر لیکلي چې ځواکونو یې نن ماښام د کابل ښار په کارتهنو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه یوشمېر داعشیان وژل شوي، خو په وینا یې، سیمه کې د ګڼهګوڼې له کبله عملیات په ځنډ روان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون