
د بایډن او زیلنسکي ټيلیفوني خبرې؛ د همکاریو پر دوام ټينګار شوی
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ټيلیفوني خبرې کړي دي. سپېنې ماڼۍ ویلي چې دواړه ولسمشران په دې ټيلیفوني اړیکه کې نیم ساعت غږېدلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ټيلیفوني خبرې کړي دي. سپېنې ماڼۍ ویلي چې دواړه ولسمشران په دې ټيلیفوني اړیکه کې نیم ساعت غږېدلي.

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه ځورول شي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغتغونډې پرمهال وکړې.

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې د اوکراین ناورین ته د نړۍ د پام وګرځېدو ته په کتو باید د افغانستان وضعیت هم له پام څخه ونه غورځول شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې اقتصادي ناورین ته د رسېدو او افغانانو څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د ډېروالي په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو وروستي ګامونه ستایلي دي.

د پاکستان د پښتونخوا د مرکز پېښور ښار اړوند د شیعهګانو په یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، یاده چاودنه د پېښور قصهخوانۍ بازار ته څېرمه د شیعهګانو په یوه جومات کې هغه مهال شوې چې خلک د جمعې پر لمانځه لګیا وو.

د کونړ ولایت چارواکي وايي، هغه امنيتي سرتېرى يې نيولى چې په يو چېکپواينټ کې یې د بريد پر مهال يو ځوان وژلى او يو بل يې ټپي کړى و. چارواکي زیاتو چې دغه پېښه پرون د دې ولايت په شيګل ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د واده د وراه يوه موټر له چيک پواينټ څخه تېرېده.

کندهار کې د اسلامي امارت د امنيه قومنداني چارواکي وايي چې پرون د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لويه لاره د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله يو ماشوم وژل شوی دی.

د خبریالان د خوندیتوب نړیوالې کمېټه وايي چې افغانستان کې رسنۍ په خورا بد وضعیت کې دي. د دې کمېټې د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې افغان رسنیو په تېرو دوو لسیزو کې ښې لاستهراوړنې درلودې او د پرمختګ پر لور روانې وې، خو اوس د بندیزونو له یوه نوي پړاو سره مخ شوي دي.

په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلي چې پر اوکرایین د روسیې د برید راهیسې تراوسه ۲۰۰۰ افغانانو له اوکرایین څخه پولنډ ته پناه وړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د افغانانو د هڅولو پر تګلارې نیوکه کوي او وايي چې دا تګلاره د نړیوالو قوانین خلاف عمل دی.

له نن څخه دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو. له هغه وخت راهیسې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي چې تړون کې پر شویو هوکړو عمل نه کوي. د شنونکي په وینا، که امریکا او اسلامي امارت دې تړون ته ژمن پاتې نشي، پایلې به یې ناوړې وي

د روسیې او اوکراین د پلاویو ترمنځ د سولې خبرو له لومړي پړاو وروسته، د مسکو او کيیف چارواکو ویلي چې د دواړو لوریو پلاوي تر راتلونکو ورځو پورې د خبرو دویم پړاو ته چمتو کېږي.

د اسلامي امارت د کانانو او پطرولیم وزارت سرپرست کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دوحې د سولې خبرو پرمهال امریکايي لوري له دوی څخه په افغانستان کې د اډو غوښتنه کوله چې دوی ورسره مخالفت کړی. د هغه په وینا، امریکا ټينګار کاوه که اډه ورنه کړل شي، نو دغه هېواد به ووېشل شي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او د اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه لاسلیک شوه چې سبا یې دوه کاله پوره کېږي.
دغه هوکړه چې د دوحې هوکړې په نوم نومول شوې په قطر کې د اسلامي امارت د هغه وخت سیاسي مرستیال عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې کابل کې د روانو چاڼیزو عملیاتو پرمهال یې ۶ داعشیان او د ۹ انسان تښتونکو سربېره یوشمېر وسلې او نور مهمات هم نیولي دي.

د چارو یوشمېر شنونکي وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به د دې لامل شي چې نړیوال افغانستان له پامه وغورځوي او خپل ټول تمرکز د اوکراین پر کړکېچ ورټول کړي. د دوی په وینا، اروپایي هېوادونو کې هم ځینې کسان د اوکراین او یوشمېر هم د روسیې پلوي دي چې په دې سره ښايي افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام کم شي.