روسیې ته د عمران سفر؛ افغانستان یې د خبرو یوه برخه ده

ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري چې د یاد هېواد د کابینې یو‌شمېر غړي هم په‌کې شامل دي، په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته لاړ شي. عمران خان د پاکستان لومړنۍ هغه لومړی وزیر دی چې له ۲۳ کالو وروسته روسیې ته سفر کوي.

افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. یادې کمېټې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دې هېواد کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه لوړه شوې. یادې کمېټې زیاته کړې، اوس په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

ننګرهار کې اعتراض؛ لسګونه معلولانو د بایډن وروستۍ پرېکړه وغندله

ننګرهار کې لسګونه معلولانو د یوه لاریون پر مهال د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازاېدو غوښتنه وکړه او د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه پریکړه یې وغندله چې له مخې یې د افغانستان له شتمنۍ څخه ۳،۵ ملیارده ډالر د سپټمبر ۱۱ قربانیانو او پاتې افغانانو ته د بشري مرستو لپاره ورکول کېږي.

حکیمي: د اسلامي امارت له لیکو څخه څه باندې ۴۰۰۰ نامطلوبه کسان اېستل شوي

د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون مسوولان وايي چې د یاد کمېسیون له جوړېدو راهیسې یې د اسلامي امارت له لیکو څخه د ۱۳۵ کم‌عمره ځوانانو په ګډون ۴۳۵۰ نامطلوبه کسان اېستلي دي. نوموړي زیاته کړه، هغه ځواکونه چې د دندو پرمهال د تلاشۍ ځایونو کې له ستونزې پرته پر موټرو ډزې کوي، د دوی د ظرفیت پر ټيټوالي او پر نه روزنې دلالت کوي.

ډېوېډ میلیبند: لوېدیځ افغانستان ته له ناورین څخه ډکه زیانونه اړولي

د ژغورنې کمېټې اجرايي رییس او د بريټانیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېوېډ میلیبند وايي چې لوېدیځ پر افغانستان د لوږې سیاست په تحمیلولو سره دغه هېواد او خپل ځای ځای‌ګي ته  له ناورین څخه ډک زیانونه اړولي دي.  د هغه په وینا، باید دې ته اجازه نه وای ورکړل شوې چې په دې چټکۍ د افغانستان وضعیت خراب شي.

کندهار؛ اسلامي امارت د یوې ښځې د وژنې اعتراض د خبري پوښښ مخه ونیوله

یو‌شمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو یې وروسته له هغې د رسنیز پوښښ مخنیوی او ورته ګواښ کړی چې غوښتل یې کندهار ښار کې یوه اعتراض ته خبري پوښښ ورکړي. دغه خبریالان وروسته بیا د خلکو په غوښتنه بیرته راخوشې شوي دي. کندهار کې خبریالان وايي، د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

هندي پوځ افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې کشمیر کې نیولي

د هندي پوځ یوه جنرال ویلي، د امریکا د پوځ وسلې او د څارنې دستګاوې چې افغانستان کې یې ور څخه استفاده کوله، له هغو ترهګرو څخه نیولي چې غوښتل یې کشمیر ته ننوځي. نوموړي زیاته کړې، ترلاسه شوې وسلې د امریکايي پوځیانو دي چې په افغانستان کې یې ورڅخه ګټه اخیستله.

د بایډن فرمان ته د پوهنتونونو د استادانو شورا غبرګون؛ افغانانو څخه باج مه اخلئ

د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستي فرمان ته د غبرګونونو پر دوام نن کابل کې د پوهنتونونو د استادانو شورا یاده پرېکړه ناعادلانه وبلله او وویل چې امریکا دې له افغانانو څخه باج نه اخلي. دې شورا د بایډن وروستی فرمان له افغانانو سره ښکاره جفا بللې ده.

ګوترېش: ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې د سخت‌دریځو ډلو پر وړاندې عملیات زیات کړي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغانستان خاورې ته نږدې د ډیورنډ  فرضي کرښې ته څېرمه د دغه هېواد د سخت‌دریځو او بېل‌تون‌پاله ډلو پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي. رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سخت‌دریځو بریدونه ډېر شوي دي.