ننګرهار کې لسګونه معلولانو د یوه لاریون پر مهال د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازاېدو غوښتنه وکړه او د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه پریکړه یې وغندله چې له مخې یې د افغانستان له شتمنۍ څخه ۳،۵ ملیارده ډالر د سپټمبر ۱۱ قربانیانو او پاتې افغانانو ته د بشري مرستو لپاره ورکول کېږي.

دغه کسان چې لاریون یې د افغانستان بانک د څانګې له مخې پیل او پښتونستان واټ کې پای ته ورسوه د امریکا پر ضد یې شعاورنه ورکول او ویل یې، دغه هېواد دې د افغانانو پر وړاندې له ظالمانه پرېکړو لاس واخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لاریون‌والو وویل، افغانان د ۱۱ سیپټمبر پېښه کې ښکېل نه دی او د افغانستان د شتمنۍ حیف او میل کولو ته دې امریکا پلمې نه لټوي.

دوی وویل، نه یواځې دا چې دغه هېواد باید کنګل شوې شتمني ازاده کړي، بلکې افغانانو ته په تېرو شلو کلونو کې د جګړې له کبله د  اوښتي زیانونو تاوان دې هم پرې کړي.

دوی دغه راز له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او پر امریکا دې فشار راوړي، څو د دوی کنګل شوې شتمني ازاده او ټول یې په واک کې ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په شمول په بېلابېلو سیمو کې د بایډن د وروستۍ پرېکړې پر خلاف زرګونه کسانو لاریونونه کړي او دغه یې ناعادلانه پریکړې بللې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام