د بشري حقونو بنسټونه: افغان ښځينه فعالانې دې خوشې شي

د افغان ښځينه فعالانو د نیونې په اړه د پراخو نړیوالو غبرګونونو پر دوام، په تازه‌ګۍ سره د بشري حقونو څار بنسټ ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان او نورو بنسټونو په یوې ګډه خبرپاڼه کې د افغان معترضو ښځو د هر څه ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

کابلوف: مسکو کې د افغان سفارت لپاره د اسلامي امارت ډيپلوماټان منو

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې رسنۍ سره د مرکې په ترڅ کې ویلي، مسکو کې د افغان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري د ډيپلوماټانو د ورپېژندنې غوښتنه مني. نوموړي همداراز زیاته کړې، د اسلامي امارت د ډيپلوماټانو راتلل، د افغانستان د کورنیو چارواکو او سفارت‌خونو خپله پرېکړه ده او روسیه په دې بهیر کې ځان نه ښکېلوي.

د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته د نړیوالو لېوالتیا؛ شرایط یې پر ځای دي

د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې ته نړیواله ټولنه لېوالتیا لري او په دې اړه یې ځینو برخو کې نرمښت هم ښودلی، خو په وینا یې،  د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې شرایط لا پر ځای دي. د دوی په وینا، د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه څه نا څه پرمختګ شوی او ښايي اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي.

ملګري‌ملتونه: افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي؛ اسلامي امارت یې ردوي

د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا په یوه رپوټ کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو محدودولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي. رپوټ کې ټينګار شوی چې له زندان څخه د داعش خراسان څانګې د څو زرو سرتېرو له ازادېدو وروسته اوس د یادې ډلې د جنګیالیو شمېر له ۲۲۰۰ څخه ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د سنټکام تازه موندنې؛ د کابل پر هوايي ډګر برید پېچلی نه و

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني یا سنټکام  د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ نېټه پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په اړه د خپلې تازه پلټنې موندنې په ډاګه کړې چې ښايي یاد برید پېچلی نه و. د سنټکام قومندان زیاته کړې، هېڅ څیز نه‌شي کولای چې په دغه برید کې وژل شوي امریکايي سرتیري بېرته راوګرځوي، خو دا مهمه ده چې پوه شو دغه برید څه ډول شوی.

رینا امیري: اسلامي امارت دې ناعادلانه نیونې ودروي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې کابل کې د معترضه ښځو نیول کېدل غندلي او دغه کار یې ناعادلانه بللی دي. د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که کابل د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه رعایت کړي او درناوی ورته ولري.

مجاهد: د رسنیو مخکینی قانون کومه نیمګړتیا نه لري

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دوی د مخکیني حکومت د رسنیو قانون مطالعه کړی او د اسلامي امارت له پلوه هېڅ نیمګړتیا نه لري. نوموړي دغه څرګندونې نن د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، څو د رسنیو سرغړونې کمېسیون بیا جوړ کړي او د تېروتنو مخه به نیول کېږي.