
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په قلعهنو کې جګړې ۳کسان وژلي او ۷۳ ټپیان دي
د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبدالطیف روستایي سلاموطندار ته وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز کې ۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي. روستایي وایي چې درې واړه وژل شوي نارینه دي او په ټپیانو کې بیا ۹مېرمنې، ۷ماشومان هم شامل دي.














