امریکا: ایران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو لیدنه ګټوره تمامېدای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په محتاطانه ډول تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ورته ګامونه د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي. هغه ویلي: «موږ تل ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د دغه هېواد راتلونکې کې ونډه لري. دوی باید خپل نفوذ په مثبت او اغېزناک ډول وکاروي.»

دیني عالمان: هېواد کې روانه جګړه فتنه ده

سلګونو دیني عالمانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر طالبانو یې تور پورې کړ چې دغه وضعیت د دوی له کبله دی. دغو دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه هم فتنه وګڼله او د ژرترژره درېدو غوښتنه یې وکړه. دیني عالمانو په دې غونډه کې له حکومت او طالبانو هم وغوښتل چې خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

طالبان د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي او طالب جنګیالي د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي دي.  د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي  او اوس دغې ډلې خپل ځانونه د مرکز قلعه‌نو ښار دروازو ته را رسولي دي.

د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي لپاره باید ځانګړې تګلاره جوړه شي

 لوی څارنوال ذبیح الله کلیم نن د « رسنیو فعالیتونو قانوني کولو او نشراتي کیفیت لوړولو مشورتي ناستې» ترعنوان لاندې په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې د رسنیو له لوري د رسنیزو جرمونو د مخنیوي په موخه باید د اطلاع رسونې په برخه کې یو لړ محدودیتونه رامنځ ته او په دې برخه کې باید یوه ځانګړې تګلاره جوړه شي.

حکومت د ولسي پاڅونوالو ملاتړ نه کوي

په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو ډلې له لوري د بریدونو له زیاتوالي او د دوی لخوا د ولسوالیو له نیولو وروسته، په ډېرشمېر ولسوالیو کې ولسي پاڅونوالو او د طالبانو بریدونو د مخنیوي او د سقوط شویو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره یې له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

تاجکستان له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي. دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول کېږي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې لمن پراخه شوې ده.

ملګرو ملتونو له بدنام نوملړ څخه د افغانستان د ملي پولیسو نوم اېستلی

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له لوري د دغه بنسټ اړوند له شرموونکي نوملړ څخه د افغانستان د پولیسو د نوم له اېستلو څخه هرکلی کړی دی. دغه نوملړ کې د ملي پولیسو نوم د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د ګومارنې له امله اضافه شوی و.

امریکا په کابل کې خپل سفارت پرېږدي؛ وال‌سټرېټ ژورنال خبر ورکړ

وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله چې ښايي د دغه هېواد د سرتېرو، ډیپلوماټانو او نورو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په کابل کې د خپل سفارت د پرېښودو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي

د راپورونو پر اساس له تېرو څلیرویشت ساعتونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امنیتي پوستو او مرکزونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله دغې ډلې د بدخشان کشم، تګاب، وردوج، درایم، یفتل پایین، تیشکان او شهرک ولسوالیو سربېره د تخار ولایت کلفګان ولسوالي هم نیولي دي.

حمدالله محب له خپل روسي سیال سره لیدلي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره لیدلي دي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه چې نن ترسره شوې، دواړو لوریو په سیمه کې د ګډو امنیتي موخو د تقویت او ملاتړ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی. دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سولې په بین الافغاني خبرو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې اترې کړي دي.

کندهار کې د جګړو له امله ۱۱ پولیس وژل شوي

په کندهار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړو سنګر د پخوا په پرتله ډېر تود شوی او په دې وروستیو څو ورځو کې جګړه د ولسوالیو سربېره د کندهار ښار څېرمو سیمو کې هم روانه ده چې د پوځ سربېره یې ملکیانو ته هم زیانونه اړولي دي. یوازې همدا بېګاه شپه د کندهار حوزوي روغتون ته د دوو ملکیانو په ګډون ۲۰ ټپي پولیس او د ۱۱ پولیسو جسدونه وروړل شوي دي.

د امریکا سفارت: افغان حکومت باید د بچه بازۍ د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي

 په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان دولت باید د بچه‌بازۍ، انساني قاچاق او همداراز د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارلو د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

طالبانو په بدخشان کې د پوځ د افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي

په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیض‌اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو او د ولسي پاڅونوالو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یو‌شمېر سرتیري د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.