
د کابل پوهنتون یوشمېر استادان غواړي خپلې دندې پرېږدي
یوه باوري سرچینه سلاموطندار ته وایي چې د کابل پوهنتون یوشمېر ښوونکي غواړي په دغه پوهنتون له خپلو دندو استعفا وکړي.

یوه باوري سرچینه سلاموطندار ته وایي چې د کابل پوهنتون یوشمېر ښوونکي غواړي په دغه پوهنتون له خپلو دندو استعفا وکړي.

وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود واک ته د طالبانو رسېدل او افغانستان ته د القاعدې شبکې او داعش ډلې راتګ د اندیښنې وړ وباله. د چارو ځينې شنونکي هم د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو سر راپورته کول، جدي او ستر ګواښ بولي.

غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسانالله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼشمېر دغه مرکزونه د بودیجې نهشتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

کندوز ولایت کې د پنبې د پروسس یوه شرکت فعالیتونه چې د جګړو او نښتو له امله په ټپه درېدلي وو، اوس یې یو ځل خپل فعالیتونه پیل شوي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مککنزي تایید کړې چې د اګسټ په ۲۹مه کابل کې د دغه هېواد په هوايي برید کې په تېروتنه د یوې کورنۍ ۱۰غړي یې وژلي دي. د جنرال مککنزي دغو څرګندونو د امریکا د کانګرس د یوشمېر غړو تند غبرګونونه راپارولي دي.

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سولهییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي. خلیلزاد زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي. هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی سرپرست رییس انصارالله انصار سلاموطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالي کې یې د غیرمسووله وسلهوالو د یوه قومندان حاجي فتح په مرکز کې دوه جسدونه موندلي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي پرون د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او له پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي. نعیم زیاته کړې چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې ویلي چې غواړي افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي او طالبانو په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.

په دایکندي کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکارعبدالباسط انصاري وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی، له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼشمېر کورنۍ کابل ته راکډه شوي او د ښار په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوې دي چې هڅه کوي بېرته یې خپلو سیمو ته ستنې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترش ته یو لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.