د کنګل شویو پیسو د ساتنې په موخه ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفاعیه
ټاکل شوې د امریکا نیویارک ایالت کې یوه محکمه د افغانستان د ۳ نیم میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په اړه پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې د امریکا نیویارک ایالت کې یوه محکمه د افغانستان د ۳ نیم میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په اړه پرېکړه وکړي.
په اسلامکلا بندر کې د اسلامي امارت او ایراني پولهساته ځواکونو ترمنځ د شخړو په لړ کې، ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد له افغانستان سره پولې ته نږدې، ګنشمېر پوځيان ځای پر ځای کړي دي.
دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې له افغان خاورې د ازبکستان پر ترمز ښار راکېټي بریدونه شوي دي. ا.ا که څه هم دغه موضوع رد کړه، خو شمالي ولایتونو کې د ازبکستان هوايي ځواک د افغانستان په خاوره هوايي ګزمې وکړې. د لوګر، پنجشېر او بلخ په څېر ځینو نورو ولایتونو کې هم د نامشخصو بېپېلوټه الوتکو د ګرځېدو ادعاوې شوې.
د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په سعادت خېلو کلي کې د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله یوه کس دوه ورونه وژلي دي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته وویل چې پېښه د ۲۵ کاله پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت څو موده مخکې یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې شنبې، دوشنبې او چهارشنبې ورځې به ښځینه زدهکړیالانې او یکشنبې، سهشنبې او پنجشنبې ورځې به نارینه زدهکړیالان پوهنتونونو ته ځي.
جوزجان کې یوشمېر ښځې او نجونې وايي چې د مخکېني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. د هغوی په وینا، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د رواني ستونزو او په هېواد کې د بې وزلۍ لامل کېږي.
د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه وايي چې د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک د نوې طرحې د پليکېدو توان نه لري او نهشي کولای چې دغه پرېکړه عملي کړي. د افغانستان بانک د نوې طرحې له مخې، د صرافۍ جوازونو لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره د ضمانت توګه کېږدي.
د بشر حقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې مرستیالې هدر بار د اسلامي امارت له لوري د مدرسو جوړېدو ته په غبرګون کې ویلي چې سرپرست حکومت نشي کولای د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو لپاره هوکړې ته ورسېږي، خو د څه باندې ۴۰۰۰ مدرسو جوړېدو لپاره پیسې پیدا کولای شي.
ارواپوهان وايي، په هېواد کې وروستیو ناامنیو او مرګوني بریدونو زدهکوونکو ته د فزیکي زیانونو تر څنګ رواني زیانونه هم پیدا کړي دي. اروا پوه سیدعلي اکبر سروري سلاموطندار ته وویل، دا پېښې زدهکړې او راتلونکې لپاره د زدهکوونکو او خلکو انګیزه له منځه وړلی شي.
د وسلهوالو شخړو او معلوماتو سازمان «د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د لوړو او ژورو معلومولو» تر نوم لاندې خپل تازه رپوټ خپور کړی دی.
د چارو یوشمېر کارپوهان اندېښنه ښيي چې اوسني وضعیت ته په کتو، د ترکیې او تاجکستان په څېر ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت د مخالفینو کوربهتوب کوي او یوشمېر لوېدیځ هېوادونه هم د افغانستان د شمال امنیت خرابولو په موخه پر هغوی پانګونه کوي چې داعش او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي.
د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد نن د اسلامي امارت د بنسټاېښودونکي ملا محمدعمر مجاهد د مړینې نهم تلین په تړاو جوړې شوې غونډه کې وايي چې ملا محمدعمر د افغانستان ټول قومونه تر یوه چتر لاندې راټول کړل او افغانستان یې له یوې پلان شوې تجزیې څخه وژغوره.
د ننګرهار د امنیې قومنداني چارواکي وايي چې د عادل په نوم د هغه ماشوم د قضيې څېړنه يې پيل کړې چې بېګاه شاوخوا لس بجې د جلالاباد ښار په اوومه ناحيه کې په ډزو وژل شوى دی.
د افغانستان بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر ښوونځیو او جوماتونو ترهګریزو بریدونو وروسته ویلي چې د افغانانو د بشري حقونو وضعیت باید خوندي شي.
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د تېرې اوونۍ د خونړیو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره څنګ کې ولاړ دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه د تښتول شوي ماشوم عبدالروف د خوشې کېدو په اړه وضاحت ورکړ. مجاهد لیکلي، بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د ژغورنې لپاره څه باندې ۲۰ ورځو راهیسې د ژغورنې عملیات روان و چې پرون شپه د یوشمېر انسان تښتوونکو تر وژلو او یوشمېر تر نیولو وروسته، عبدالرووف وژغورل شو.
پرون ماسپښین د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د مولوي سکندر په جومات کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغه چاودنې د غندلو ترڅنګ وویل چې په دې چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون