د چارو یوشمېر کارپوهان اندېښنه ښيي چې اوسني وضعیت ته په کتو، د ترکیې او تاجکستان په څېر ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت د مخالفینو کوربهتوب کوي او یوشمېر لوېدیځ هېوادونه هم د افغانستان د شمال امنیت خرابولو په موخه پر هغوی پانګونه کوي چې داعش او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه ګلمحمد ګلزی د هېواد روان وضعیت ترینګلی بولي او وايي، اسلامي امارت کورنی او بهرنی مشروعیت نهلري او ځینو ګاونډیو هېوادونو سره یې هم اړیکې ښې نه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، که اسلامي امارت نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراخولو او د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هرڅه ژر اقدام ونهکړي، افغانستان به له جدي ګواښ سره مخ شي.
نوموړي وویل: «نړیواله ټولنه چې هم له مختلفو رسنیو اورېدل کېږی چې لندن کوښښ کوي، دوستم ته ۲۵۰ ملیونه ډالره ورکړي چې شمالي ولایتونه ناامنه کړي، سربازګیري وکړي چې دا بیا یوه بله لویه پروژه راروانه ده چې افغانستان هم ناامنه شي او شمالي ګاونډي هېوادونه هم ناامنه کړي.»
خو د اسلامي امارت چارواکو بیا تل ویلي چې کورنی مشروعیت او بهرنیو هېوادونو سره یې هم اړیکې ښې دي.
د سیاسي چارو بل کارپوه فضلالرحمان اوریا وایي، د ګاونډیو هېوادونو د تېري مخنیوي په اړه اسلامي امارت باید په کلکه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او د ملي ګټو پر بنسټ، نړیوالې ټولنې او ګاونډیانو سره اړیکې ښې او پراخه کړي.
هغه وویل، د مخکیني حکومت ځینې چارواکي پخوا او اوس داعش ډلې سره اړیکې لري او د امریکا او انګلستان په مرسته یې تمویل کېږي.
هغه زیاته کړه چې داعش اوس هم هڅه کوي، سیمه بېثباته کړي، خو دې برخه کې د مبارزې لپاره به د سیمې هېوادونه د افغانستان ترڅنګ ودریږي.
د داعش ډلې لهخوا د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنې داسې حال کې په زیاتېدو دي چې تېرو څو ورځو کې کابل، بلخ او کندز ولایتونو کې خونړي بریدونه او چاودنې وشوې، چې ملکیانو ته یې درنه مرګژوبله واړوله.
تر دغو بریدونو وروسته د اسلامي امارت چارواکو ډاډ ورکړ، چې راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوی کوي او داعش ډله نهشي کولی ورته بریدونه ترسره کړي.