د پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه ۱۳۷ افغانان خوشې شوي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له زندان څخه ۱۳۷ افغان کډوال خوشې شوې دي.

د افغانستان سفارت نن شنبه د کب ۱۳مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تازه خوشې شویو ۱۳۷ کسانو کې ښځې او ماشومانې هم شاملې دي.

ا.ا نړیوالو سره پر تعامل او نړۍ بیا افغانستان کې د نړیوالو اصولو پر تامین ټینګار کوي

تېر یونیم کال کې اسلامي امارت په وار وار نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې اوسني حکومت سره په رسمي توګه تعامل وکړي، خو نړۍ د اسلامي امارت د سیاستونو او پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله یادې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ایټالیا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۳۲ افغانان مړه شوي

ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد سواحلو کې د کډوالو د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو د هویت له تثبیت وروسته معلومه شوې چې دې پېښه کې ۳۲ افغانان هم مړه شوي دي.

د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کښتۍ کې شاوخوا ۱۸۰ کسان سپاره وو چې تراوسه یې د ۶۷ جسدونه پیدا شوي دي.

هرات کې د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ولایت کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پر مهال د یوې ښځې په ګډون د یادې ډلې شپږ غړي وژل شوي دي. دغه عملیات بېګاه ۱۰بجې د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند «رباط کابلي‌ها» سیمه کې رامنځته شوې ده. د عملیاتو پر مهال له یادو کسانو څخه درې میله کلاشینکوف، پنځه میله توپانچې، یو دوربین او ۱۵ موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

کابل کې د پنجشېر د کرنې رییس نیول شوی

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالمجیب مشفق په کابل کې نیولی دی.

زده‌کړیالانې: پر زده‌کړو بندیز د میلیونونو نجونو راتلونکې سره لوبې کول دي

وروسته له هغې چې د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې کب میاشتې په ۱۵مه سړو سیمو کې یوازې د هلکانو پرمخ د پوهنتونونو د پرانېستلو اعلان وکړ، یاده پرېکړه د نجونو زده‌کړیالانو له نیوکو سره مخ شوې ده. یو‌شمېر نجونې زده‌کړیالانې سلام‌وطندار ته وايي چې د دوی پر زده‌کړو بندیز د میلیونونو افغان نجونو له برخلیک او راتلونکې سره لوبې کول دي.

متقي د اروپايي ټولنې پلاوي ته: هېوادونه وهڅوئ چې افغانستان کې سفارتونه پرانېزي

د بهرنيو چارو سرپرست اميرخان متقي کندهار کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن او د یادې ټولنې د پلاوي رییسې رافایلا ایوډېس سره ليدلي دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانکړي استازي او د یادې تولنې د پلاوي رییسې رافایلا ایوډیس د اسلامي امارت له یو‌شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.

د یوناما مرستیال: افغانستان کې د ۱۸ میاشتو پر مهال ۷۰۰زره کسان بې‌دندو شوي

افغانستان کې د بې‌وزلي کچې پراخېدو په اړه د مرسته رسوونکو بنسټونو د رپوټونو خپرېدو په دوام، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف یوې غونډې ته ویلي، د تېرو ۱۸ میاشتو پر مهال دغه هېواد  کې ۷۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړي او د یاد هېواد ناخالص کورني تولیدات هم ۳۵ سلنه کم شوي دي.

«ایران د امنیتي اندېښنو او اوبو ته د لاسرسي له کبله د افغانستان سفارت ا.ا ته سپارلی»

شنونکي اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان سفارت سپارلو ته په کتو وايي، ایران له افغانستان سره پر پولې د امنیتي اندېښنو له منځه وړلو او د هیرمند حقابې ته د لاسرسي موندلو په موخه دغه کار کړی دی.

د تېرې یوې میاشتې پر مهال جنايي پېښو کې ۴۲ کسان وژل شوي

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په ټول هېواد کې ۳۱ جنايي پېښې شوي چې اته یې د تېرې میاشتې په لومړۍ نیمايي او ۲۳ یې په دویمه نیمايي کې ثبت شوي دي.

ورورستۍ ۲۳ پېښې د سلواغې له ۲۴مې د کب تر اوومې رامنځته شوي چې دوه برابره لوړوالی ښيي.

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو ځوان وژلی

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو ځوان وژلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند  عبدالفتاح فایز نن دوشنبه د کب اتمه سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون ماښام شپږ بجې د تګاب ولسوالي اړوند «بدراب» سیمه کې ناپېژنده کسانو د امید په یو ۲۰کلن ځوان وژلی دی.