د ښځو کار مخنیوي ته غبرګونونه؛ ا.ا: ټول اړخونه باید دې پرېکړې ته درناوی ولري

د ملګروملتونو دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي په غبرګون کې دغه سازمان تازه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، ا.ا دوی اړ باسي چې یا افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، یا د دغه سازمان د قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړي. د ملګروملتونو ویناپاڼه کې دغه دوه ټاکنې وحشت‌ناکه بلل شوي او ا.ا یې د پایلو مسوول یاد کړی دی.

د سیمې هېوادونو ته د توماس وېسټ تازه سفرونه؛ شنونکي: بې‌پایلې دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي. له دې سره، اسلامي امارت ته نږدې سیاسي فعال محمدبشار بیا وايي، امریکا اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره اراده نه‌لري.

د ترور شویو پخوانیو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د تېر جمهوري نظام د یوه عسکر بوره مور په ژړغوني غږ وايي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو یې څه موده مخکې زوی په ډزو وژلی دی.
د دغې مور په خبره، تر اوسه هېچا دا ورته روښانه نه کړه چې زوی یې چا او ولې وواژه؟ خو زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې څو ځله د هغه د وسلې او موټرسایکل ترلاسه کولو په موخه کور ته ورغلي دي.

غزني کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشوم وژل شوي

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه د دغه ولایت د ناور ولسوالي په «ګلزار برجګي» کلي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوه هلک او یوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کاپیسا کې د «قران ختم» ترسره کېدو پر سر نښته؛ دوه کسان وژل شوي

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «قران‌ ختم» ترسره کېدو پر سر د لفظي شخړې له امله نښته رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. نوموړی ټینګار کوي چې د پېښې په تړاو درې تورن کسان نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې محلي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي په شډل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه نښته نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو په شډل سیمه کې د خلکو کرل شوي کوکنار له‌منځه وړل.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې پنجشنبې ورځ جوړېږي

د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو په دوام، ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي. په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.

ا.ا: نړۍ دې راسره رسمي تعامل وکړي؛ شنونکي: نړیواله ټولنه خپل شرایط لري

اسلامي امارت په تېر شاوخوا یونیم کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې رسمي تعامل ورسره وکړي او حکومت یې په رسمیت وپېژني، خو نړیوالې ټولنې په کور دننه د ا.ا د سیاستونو او پر خلکو، په تېره ښځینه‌وو د محدودیتونو لګولو له کبله دا غوښتنه منلې نه‌ده.

کابل کې د ګلانو او نیالګیو پلورونکي: د تېر کال په پرتله مو کاروبار ښه شوی

کابل ښار کې د ګلانو او نیالګیو یو‌شمېر پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د پېر کچه لوړه شوې ده.

ولي‌ محمد چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د کابل ښار په یوه څنډه کې ګلان پلوري، وايي چې روان کال یې د ګلانو او نیالګیو برخه کې ۳۰۰زره  افغانۍ پانګونه کړې ده.

دایکندي کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پنج‌شنبه ماښام د وري ۱۷مه د دوو موټرسایکلو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

کندهار کې یوه کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې یوه روږدي کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

پېښه بېګاه شپه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د م.م دفترونو کې د افغان ښځو د کار مخنیوی له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان اړوند دفترونو کې له کار د ښځو ګرځولو ته د غبرګونونو پر دوام، د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا  اوتونبایوا، د یاد سازمان د سرمنشي مرستیاله امنه محمد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د افغانانو لپاره اندېښمنونکې بللې ده.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د وري ۱۹مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌شنبه د ۱۴۰۲ د وري اوولسمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.