کابل کې درې بېلابېلې چاودنې؛ ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي

کابل ښار نن سهار د درېوو بېلابېلو چاودنو شاهد و.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي چې په دغو چاودنو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

«د ناټو سازمان له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې په برخه کې فعاله ډیپلوماسي کاروي، څو دغه بهیر بریا ته ورسېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې ناټو به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ضمیر کابلوف د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان او روسیې د ګډو ګټو پر ضد بللې دي. دغه وزارت وايي، د کابلوف ځینې څرګندونې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره برابرې نه دي او د «ملګري او همکار» هېواد روسیې له رسمي خبرپاڼو سره په تناقض کې دي.

پنټاګون: له افغانستانه نامنظم او په بیړه نه وځو

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه.

غني: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېریدل د جمهوریت حقانيت ثابت کړی

وروسته له هغې چې د نړیوالو پر وړاندې د افغان حکومت د باور له لاسه ورکولو اندېښنې راپورته کړې، ولسمشر محمد اشرف غني نن ۲۰۲۰ کال کې د جنيوا کنفرانس د شویو ژمنو د پلي کېدو په اړه ورکشاپ کې وویل، افغان دولت ښه وضعیت کې دی.

ولسمشر وویل، دولت اوس داسې حالت کې دی چې په باور سره راتلونکي لپاره کار کولی شي او د تلپاتې سولې لپاره ملي اجماع په فعالې ډیپلوماسۍ…

کابل کې چاودنې د پوهنتون یوه استاد په ګډون دوه کسان وژلي

سرچینې وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علي‌اباد روغتون پر سړک شوې چاودنه کې د کابل پوهنتون د یوه استاد په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين له کبله شوې او د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادان مبشر مسلمیار او یو بل کس وژل شوي دي.

«هغه مهال له افغانستانه وځو چې امنیتي شرایط ښه شي»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د دفاع وزیرانو عمومي ناسته کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه وویل، نړیوال ځواکونه افغانستان ته يوځای راغلي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې له امريکا او خپلو متحدانو سره په ګډه د بهرنيو ځواکونو  د حضور په اړه پرېکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي او که نه.

دوستم: طالبانو نويو جنګي تجهیزاتو او بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستيال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د تاوتريخوالي ډېروالي لپاره نويو جنګي تجهیزاتو او بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی دی.

مارشال عبدالرشید دوستم چې نن يې شبرغان کې د امیر علي‌شېر نوايي او ظهیرالدین محمدبابر…

کابل کې معترضان: حکومت د هدفي وژنو دوسيو په اړه څېړنې ځنډوي

د کابل لسګونو اوسېدونکيو نن د ولسي جرګې تالار مخې ته د هدفي وژنو له زياتوالي په اندېښنې په يوه اعتراضيه راټولېدنه کې دولت په کم‌کارۍ تورن کړ او ويې ويل، یو شمېر دیني عالمان، خبریالان او مدني فعالان په مرموزه توګه وژل کېږي او دولت يې  د دوسيو څېړلو کې ځنډ کوي.

ناټو د تلپاتې سولې تر راتلو د افغانستان ملاتړ کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې تلپاتې او دوامداره سوله را نه شي، ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې جوړه شي.

« د بهرنيو ځواکونو وتل افغانستان د ترهګرو د پټنځای بدلېدو له ګواښ سره مخ کوي»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي. د ناټو سرمنشي دغه موضوع له المانۍ ورځپاڼې «وېلټ ام سونټک» سره مرکه کې بيان کړې ده.

نوموړي ویلي، طالبان د تاوتريخوالي په کمولو…

د سولې خبرو له پیلیدو وروسته د رسنیو او بشري حقونو ۱۱ فعالان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي چې د سږ کال د وږي په ۲۲مه د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د بشري حقونو ۵ فعالان او د رسنیو ۶ کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.